د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ وږی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۲۸

لندن د غونډې پر لاسته راوړنو، ژمنو، اندېښنو بحث لرو


د ازادۍ راډیو د دې اونۍ په بحث کې د افغانستان، پاکستان او بریتانیا پر دریمه درې اړخیزه غونډه خبرې کوو.

دغه غونډه چې د یکشنبې او دوشنبې په ورځ په لندن کې جوړه شوه او د درو سرو هېوادونو لوړ پوړو مهمو چارواکو ګډون په کې کړې وو، تر ډیره د افغانستان د سولې پر موضوع تمرکز شوی دی.

د افغانستان او پاکستان ولسمشرانو د دې غونډې په پای کې وویل، کوښښ به وکړي چې تر شپږو میاشتو پورې د افغانستان د سولې په اړه یو میکانیزم جوړ کړي.

د لندن په غونډه کې همدا رنګه په قطر کې د طالبانو لپاره د دفتر پر خلاصولو هم ټینګار شوی او د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر یوه سټراټیژیک تړون هم خبرې شوي.

د افغانستان، پاکستان او بریتانیا ترمنځ دوې نورې غونډې هم پخوا جوړې شوي خو حکومت او کارپوهان وايي، چې پاکستان خپلې ژمني نه دي عملي کړي.

موږ په اوسني بحث کې د لندن د غونډې پر لاسته راوړنو، ژمنو، اندېښنو او نورو اړخونو خبرې کوو.

مېلمانه مو دي:

1- د افغانستان د سولې عالي شورا غړی مولوي قلم الدین
2- د افغان نشراتي مرکز مشر او د سیاسي چارو څېړونکی حاجي سید داود
3- د حکومت د سیاسي اپوزیسیون ملي ائتلاف غړی محمد عاصم


معصوم میوند د بحث کوربه دی.
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:26:53 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG