دا ځل مو د اونۍ سندرې په لړۍ کې د اغلې لینا فدا احمد یو په زړه پورې غزل غوره کړی، چې ښاغلي فرید فریادي د موسیقۍ رنګ ورکړی.
فرید فریادي که څه هم نابینا او د سرپه سترګو څه نشي لیدای، خو د زړه و احساس نظر يې روښانه دی او د چا خبره د زړه په سترګو هرڅه ښه ویني.
فرید فریادي او لینا فدا دواړه د ننګرهار په هنر پاله خاوره کې زیږیدلي او ستر شوي دي.
چې غزل د اغلې لینا او غږ د فرید فریادي وي نو بې له شکه چې اوریدونکي به په خپله ځان ته رابولي.
که خپل یار غواړې جانانه نو خپل یاره پورې راشه
که ګلاب غواړې لالیه نو ګلزاره پورې راشه
دا اوږده اوږده مزلونه یو څو ګامه کړه راځه نور
څو چې سترګې رپوومه د دلداره پورې راشه
مابه خپله راپیدا کړې که یو دوه قدمه واخلې
ته د کلي نه راووځه لږ د ښاره پورې راشه
ګودرونه همغه دي دیدنونه پکې نشته
زه منګي پرسر دروړمه ته چیناره پورې راشه
ځان به ټول درنه فدا کړي دلینا ساده مئينه
ته یوځل خو توکل کړه ننګرهاره پورې راشه