د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۵۳

د غیر قانوني وسله والو ډلو په اړه پر افغان حکومت انتقادونه


د ازادي راډیو د دې اونۍ بحث مو دې ته ځانګړې کړی دی، چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د غیر قانوني وسله والو ډلو د نه نیول کیدو په هکله پر حکومت انتقادونه زیات شوي دي.

دا انتقادونه په ملي شورا کې وروسته ترهغې جدي شول، چې په ارزګان ولایت کې د یوه غیر مسوول وسله وال حکیم شجاعي او د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د پخواني ولسوال او امنیې قومندان امیرګل او محمد کمین د نیولو له ژمنې سره سره لا تر اوسه دا کسان نه دي نیول شوي.

حکیم شجاعي د ارزګان ولایت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د لسګونو ملکي وګړو په وژلو تورن دی.

دغه راز د مرکزي بغلان پخوانی ولسوال او د امنیې قومندان امیرګل او محمد کمین هم د مرکزي حکومت له اوامرو څخه په سرغړاونې او د ملي اردو د درېیو سرتیرو په وژل تورن دي.

د کورنیو چارو وزارت په تیره کابو یوه نیمه میاشت کې دوه ځلي د حکیم شجاعي د نیولو ژمنه کړې، دغه راز د همدې وزارت چارواکو د امیرګل او محمد کمین د نیولو ژمنې هم کړي وې.

ولسمشر کرزي هم ویلي، چې په بغلان ولایت کې به د امیرګل او محمد کمین د سرغړاونې د راپورونو په اړه جدي څیړنې ترسره او په دې اړه په پریکړه وشي.

د دې اونۍ په بحث له خپلو میلمنو سره پر همدې مسالې خبرې کوو، راسره میلمانه دي:

1- د ولسې جرګې غړي محمد اکبر ستانکزی
2- محمد عظیم محسني
3- د سیاسي چارو څیړونکی انجنیر مطیع الله خروټی.

هڅه مو وکړه، چې په دې بحث کې د اړوندو حکومتي ادارو څخه هم یو مسوول کس را سره برخه واخلي خو بریالي نشوو.

د ازادي راډیو د دې اونۍ بحث کوربه نسیم شفق دی:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:28:18 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG