نړۍ
هند: د هغې نجلۍ چې ډله ییز جنسي تېری پرې شوی و، هویت اعلان شو
د هغې پلار د بریتانیې چاپ پيپل (People) نننۍ ګڼې ته په مرکه کې د خپلې لور نوم څرګند کړی او ویلي یې دي:
ما غوښتل، چې نړۍ زما د لور نوم (جوټي سنګ پانډې) واوري او په ورته ډول قرباني شویو ښځو ته جرات ورکړي.
په هند کې قوانین د کورنیو د امنیت په خاطر د جنسي تیري د قربانیانو د هویت د پټ پاتې کیدلو حکم کوي.
د هند د معارف وزیر حکومت ته وړاندیز کړی؛ چې د جنسي تیري پر ضد نوی قانون د پانډې د کورنۍ په نوم کړي.
درویشت کلنه جوټي سنګ پانډې د ډسمبر په ۲۸ نیټه په سنګاپور کې په روغتون کې مړه شوه، دا په شدت په سر وهل شوې وه.
حمله کونکي د جنسي تیري او قتل په تور نیول شوي اوښايي د مرګ په سزا محکوم شي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
په جرمني کې تفریحي او کاري سفرونو نوی ریکارډ ثبت کړی

په جرمني کې تفریحي او کاري سفرونو نوی ریکارډ ثبت کړی دی.
د دې هېواد د فدرالي احصايې ادارې د راپور له مخې، د روان کال په لومړۍ نیمايي کې د جرمني په هوټلونو او لویو استوګنځایونو کې له ۲۲۳میلیونو څخه ډير کسان د شپې پاتې د کیدو لپاره ثبت شوي دي.
دغه شمیر د تیرکال پرتله یو سلنه لوړوالی ښيۍ.
که څه هم په جولای میاشت کې جرمني ته د ورتلونکو کسانو شمیر د اروپا ملتونو د جام سیالیو له کبله نژدې دیارلس سلنه راکم شوی وو، خو بیا هم په لویو استوګنځایونو کې د تیرکال پرتله د بهرني سیلانیانو شمیر نژدې څلور سلنه زیات شوی دی.
د ایران سیستان بلوچستان کې بریدکوونکو یو پولیس وژلی دی

د ایران په سیستان - بلوچستان ایالت کې هغه درې حمله کوونکي وژل شوي چې غوښتل یې د پولیسو یوې پوستې ته دننه شي.
فرانس پریس د ایراني چارواکو په حواله ویلي، پیښه کې چې پرون یکشنبه شوې، یو پولیس هم وژل شوی دی.
ایراني چارواکو بریدګر د سني اسلامپاله ډلې جیش العدل غړي یاد کړي چې په وینا یې د ایران په جنوب لویدیځ او پاکستان کې میشت دي.
سیستان- بلوچستان چې له افغانستان او پاکستان سره اوږده پوله لري، وخت نا وخت د دغسې ناکراریو شاهد وي.
ایران د حزب الله له بې وسلې کولو سره مخالفت وښود

ایران د لبنان د حکومت د هغې پریکړې مخالفت کړی چې ویلې یې دي، حزب الله ډله بې وسلې کوي.
حزب الله یوه سیاسي او پوځي ډله ده چې امریکا یې د ترهګرو په توګه پيژني، خو اروپایي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه تورلست کې شامله کړې.
فرانس پریس د ایران د تسنیم خبري اژانس په حواله ویلي، د ایران د مشر ایت الله علي خامنه یي ستر سلاکار علي اکبر ولایتي د حزب الله له بې وسلې کولو سره مخالفت ښودلی.
د لبنان کابینې تیره اونۍ خپل پوځ ته دا واک ورکړ چې د دولت د واک د انحصار لپاره کار وکړي او دې اقدام کې د کال تر پایه د حزب الله بې وسلې کول هم شامل دي.
حزب الله د لبنان د کابینې دا پریکړه " لویه ګنا" بللې ده.
لسګونه زره اسراییلیانو د غزې د جګړې له پراخولو سره مخالفت وښود

لسګونه زره اسراییلیانو په تل ابیب کې د غزې د جګړې د پراخوالي په ضد مظاهره وکړه.
د جرمني خبري اژانس ( ډي.پي.اې) لیکلي، دغه کسان پرون شنبه ( د زمري ۱۸مه) وروسته تر هغه سړکونو ته راووتل چې د اسراییل دولت په غزه کې د جګړې د پراخولو طرحه وړاندې کړه.
مظاهره د هغې ټولنې له خوا جوړه شوې وه چې غړي یې غزه کې د برمته شویو اسراییلیانو خپل خپلوان دي.
دوی وایي چې د غزې د جګړې پراخول به هلته پاته برمته شوي اسراییلیان هم له خطر سره مخامخ کړي.
د اسراییل د صدر اعظم بنیامین نتنیاهو کابینې د جمعې په ورځ د عملیاتو د پراخولو او د غزې تړانګې د بشپړې نیولو له طرحې سره موافقه وښوده.
اسراییلي چارواکي وایي، لا هم ۵۰ برمته شوي اسراییلیان په غزه کې پاته دي چې ویل کیږي لږ تر لږه شل هغه یې ژوندي دي.
د هند هوایي ځواک: له پاکستان سره د مې میاشتې د جګړې پرمهال د هغوی ۵ جیټ الوتکې ویشتل شوي

د هند د هوایي ځواکونو قومندان وایي، له پاکستان سره یې د مې میاشتې د څلور ورځنۍ جګړې پر مهال د هغوی پنځه جیټ الوتکې او یوه بله پوځي الوتکه ویشتلې ده.
مارشال اې پي سینګ دغه څرګندونې پرون شنبه ( د زمري ۱۸مه) په بنګلور کې یوې غونډې ته وکړې او د رویټرز په حواله، دا لومړی ځل دی چې د هند یو لوړپوړی چارواکی له پاکستان سره د جګړې دا ډول جزیات رسنیز کوي.
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف بیا دا خبرې رد کړي او ویلې یې دي، هند د پاکستان هیڅ یوه الوتکه نه ده ویشتلې.
د کشمیر په پهلګام کې پرسیلانیانو له خونړي برید وروسته په مې میاشت کې هند پر پاکستان برید وکړ چې له ځوابي حملې سره مخامخ شو.
دغې جګړې څلور ورځې دوام وکړ او دواړو لورو یو بل ته د زیان اړولو ادعا کړې ده.
هندي چارواکو تیره اونۍ وویل چې د پهلګام په برید کې ښکیل درې تنه ترهګر یې وژلي دي.
د ایران قضایه قوې له اسراییل سره د تړاو په تور د نیول شویو کسانو دوسیه ارزولې

د ایران قضایه قوه وایي، له اسراییل سره د تړاو په تور یې د شل تنو نیول شویو کسانو دوسیه ارزولې ده.
فرانس پریس نن شنبه د ایران د قضایه قوې د ویاند اصغر جهانګیر په حواله ویلي، کله چې ده ته د ارزونې د څرنګوالي جزیات معلوم شي، له رسنیو سره به یې شریک کړي.
ایران له اسراییل سره تر ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته ګڼ شمیر کسان اسراییل ته د جاسوسۍ په تور ونیول او زنداني یې کړل.
د ایران د اطلاعاتو سازمان د جولای میاشتې په وروستیو کې وویل، شاوخوا ۲۰ جاسوسان یې چې د موساد له عملیاتي وړتیا سره یې مرسته کړې په تهران او څو نورو ښارونو کې نیولي دي.
اسراییل په جون میاشت کې پر ایران بریدونه وکړل چې ایران هم ځواب ورکړ.
د اسراییلو په برید کې د ایران د پوځ مشرتابه، اټومي پوهان او سلګونه ملکیان ووژل شول.
ایران د تېرې چهارشنبې په ورځ روزبه وادي چې د اسراییلو د جاسوسۍ په تور یې نیولی و، اعدام کړ.
فارس خبري اژانس لیکلي، وادي د اټومي علومو د څیړنې په مرکز کې کار کاوه چې د ایران د اټومي انرژۍ پورې اړونده اداره ده.
د امریکا او روسیې مشران په الاسکا کې سره ګوري

ټاکل شوې ده چې د امریکا او روسیې ولسمشران د جمعې په ورځ په الاسکا کې غونډه وکړي.
د روسیې تاس اژانس نن د ولسمشر ولادیمیر پوتین د بهرنۍ تګلارې د سلاکار یوري اوشاکوف په وینا د دې سرمشریزې د ځای او نیټې په اړه دا معلومات ورکړل.
د دوه زره یو ویشتم کال په جون کې د روسیې ولسمشر پوتین د امریکا له پخواني ولسمشر جو بایډن سره په جینوا کې لیدلي و، تر دې وروسته دا لومړی ځل دی چې د روسیې او امریکا مشران مخامخ سره کښیني.
څلور ستوز مزلي مځکه ته ستانه شول

د ناسا د کریو-۱۰ ډله چې څلور ستورمزلي پکې شامل وو د جمعې په ورځ (د اګست ۸مه) د سپیس ایکس ډریګن کیپسول په واسطه له نړیوال فضايي سټیشن څخه ووتله او نن سهار (د اګست ۹مه) له پنځه میاشتني ماموریت وروسته ځمکې ته ښکته شوه.
د امریکا ستورمزلي نیکول ایرز او ان مک کلین، د جاپاني ستورمزلي تاکویا اونیشي او روسي ستورمزلي کیریل پیسکوف سره یوځای، د کالیفورنیا ساحل ته له اوولس نیم ساعته سفر وروسته ورسیدل.
د څلورو کسانو دغه ډله د مارچ په ۱۴مه نړیوال فضايي سټیشن ته تللې وه.
په چین سیلونو لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

د چین د شمال لویدیځ ګانسو ولایت په یوژونګ ښار کې د سیلابونو له امله لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي او ۳۳ نور تري تم دي.
د چین دولتي نشراتي ادارې سي سي ټي وي راپور ورکړی چې د پنجشنبې په ورځ سخت بارانونه په غرنیو سیمو کې د سیلابونو او ځمکې ښویدنې سبب شول.
د چین ولسمشر شي جین پینګ د ژغورنې او سیلاب مخنیوي لپاره د پراخو هڅو غوښتنه کړې ده.
د فرانسې په ځنګلونو کې لګیدلی اور کنټرول شوی

چارواکي د فرانسې په جنوب کې خبرداری ورکوي چې له سې شنبې راهیسې په ځنګلونو کې لګیدلي اورونه ښایي د تودې هوا له امله بیرته خپاره شي.
چارواکو نن وویل چې دا اورونه نن کنټرول شوې دي خو د دې لپاره چې هوا په سیمه کې د سانتي ګرید تر دیرش درجو لوړه ده، دا ویره شته چې بیرته د اور لمبې خپرې شي.
دا اورونه چې شاوخوا یوسل و شپیته کیلومتره مربع ساحه یې نیولې وه، د یوه کس ژوند یې واخیست، لږ تر لږه یو ویشت تنه یې ټپيان کړل او د نژدې شپږ دیرش کورونو د سوځیدو سبب شول.
د فرانسې په جنوب کې دا اورلګیدنه په تیرو څو لسیزو کې بیساری بلل شوې ده.