د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۵ زمری ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۳۱

افغانستان کې ښه حکومتداري ممکنه ده؟

اداري فساد، چې د افغانستان عزت ته یي سخته ضربه ورکړې، په نورو ضروریتونو سربېره یي د پیسو په بدل کې د بهرنیانو لپاره د جعلې تذکرو ستونزه نه جبران کیدونکي ده.

یوه نمونه یي څو ورځې وړاندې ولیدل شوه، چې یوې ایرانۍ په ډېرې اسانۍ سره د افغانستان د تابعیت تذکره تر لاسه کړې وه او بیا د ملي پولیسو په لیکو کې شامله شوه، چې بالاخره یي یو امریکایي سلا کار وواژه.

دا چې د نورو هېوادونو وګړو به د پیسو په بدل کې څه کارونه کړې وې، هغه به خداي ته معلومه وي.

په تېرو وختونو کې به د دولت او حکومت مامورینو د ملي ویاړ، انساني کرامت، دینې او وظیفوي مسولیت، د کورنۍ او قوم د عزت په روحیې کارکاوه ، رشوت، فساد، له قدرت څخه ناوړه استفاده او نور به یي د خپل ځان او ولس بي عزتې او بدنامې بلله، خو نن سبا خبره داسی نه ده.

دا چې په افغانستان کې ولې ښه حکومت داري زور نه اخلي او ستونزه په کوم ځای کې ده؟ دا به له درنو میلمنو نه واورو:


هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:44:04 0:00
مستقیم لېنک

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:40:00 0:00
مستقیم لېنک


د کابل په سټډیو کې رابللې میلمانه دي:

۱ – له ادارې فساد سره د مبارزې د عالې ادارې د دفتر رئیس ښاغلی عبدالحفیظ بهروز

۲ - د فساد پر ضد د افغانې شبکې عمومی رئیس ښاغلی شفیق همدم

۳ – د وسلې جرګې غړی ښاغلی ګل پاچا مجیدي
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG