د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۰

د مننې کولو ډولونه


موږ د يو چا د ښو په ځواب کې خپل احساسات د مننې په څرګندولو سره بيانوو، ځېنې مننې يوه کلمه وي او ځينې يې لنډې جملې دي.

ډېری مننې دعاګانو ته ورته دي، چې له دې دنيا يا اخروي خير او فلاح سره تعلق لري د بيلګې په ډول د پکتيا او غزني لور ته خلک د يو چا د ښو په مقابل کې وايي:

(غنم، زامن دې ډېر) دا مننه له دې دنيا سره تعلق لري، خو خدای دې اخرت مه خرابوه، ايمان دې روزي سه، جنتي سې، د اخرت مرغ دې وسه، دا هغه مننې دي چې د مقابل لوري د ابدي ژوند تر اسودګۍ پورې ويلې کېږي.

موجودې مننې ځينې رسمي دي، لکه: مننه او تشکر چې په ښاري او رسمي ژوند کې يې د مننې تر نورو ډولونو ډېرې اورو، يا سوکاله اوسې، ښېرازه اوسې، تاند اوسې چې کليوال يې يو بل ته نه وايي او ځينې غير رسمي دي، چې د مقابل لوري اجتماعي موقف، عمر، تعليم او نورو ځانګړنو ته په پام سره ورته ويلې کېږي فرضأ:

د قدرت د خاوندانو په مننه کې د هغوي د تخت و بخت د برقراري هيله کېږي، ځوانانو ته وايو په ځواني دې برکت شه د ميرمنو ځينې مننې تر دوي پورې محدودې دي لکه: بوره مه شې، خواره مه شې، وراره مه شې همداسې له کوچنيانو هم د مننې بيلې کلمې او جملې اورو لکه: شاباس ، افرين او يا ورته وايو لوی شئ.

مننې کله له ژبنۍ وينا پرته په اشارو هم کيدای شي، د بڼو له لاندې باندې کولو هم د مننې مفهوم اخيستلای شو همدا راز ممکن له ځينو مننو سره مسک شو له ځينو سره جدي او له ځينوسره شفقت او مهرباني ملګرې کړو دا چې خلک څنګه مننې کوي په اړه يې دا خپرونه واورئ.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:13:21 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG