د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۹

اروزګان


په ترينکوټ کې د اسټراليايي ځواکونو غړي
په ترينکوټ کې د اسټراليايي ځواکونو غړي
د ولایت په ولایت په پروګرام کې نن د اروزګان ولایت په اړه خبرې کوو.

د اروزګان والي ښاغلی امیر محمد اخوندزاده به د اروزګان ولایت د ستونزو، پرمختیايي چارو، امنیت او نورو مسایلو په اړه رڼا واچوي.

اروزګان، چې د کندهار، غزني، ډایکنډي، زابل او هلمند ترمنځ پروت دی، د افغانستان یو مرکزي ولایت ګڼل کېږي چې چارچینو، دهراوت، چوره، ګیزاب او خاص اروزګان یې ولسوالۍ او ترینکوټ یې مرکز دی.

اروزګان تر دوولس نیم زره کیلومتر مربع زیات مساحت لري. او د افغانستان یو نسبتاً وروسته پاتې ولایت بلل کېږي.

د تعلیم او لیک لوست سطحه پکې خورا ټیټه ده. د هیواد د نورو ولایتونو په پرتله ډېر لږ کسان ښوونځیو ته ځي. د روغتیايي اسنانتیاوو په برخه کې هم تر نورو ولایتونو بېرته پاتې دی خو له دې سره سره په وروستیو کې ځیني کارونه پکې شوي چې په دې خپرونه کې به یې د اروزګان والي توضیح کړي.

تاسي اورېدونکي، په تېره بیا د اروزګان اوسېدونکي که د اروزګان د ستونزو په اړه پوښتنه لرئ یا د دې ولایت د چارو د ښېګڼې لپاره وړاندیزونه لرئ څو شېبې وروسته چې د ټېلفون نومرې درته اعلانوم، ازادي راډیو ته ټېلفون راوکړئ .

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:52:20 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG