د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۳۲

"افغانستان به د ترکیې له درې اړخیزې غونډې هغه څه حاصل نه کړي، چې تمه یې لري"


د ازادۍ راډیو په ننني بحث کې د افغانستان، پاکستان او ترکیې ترمنځ پر درې اړخیزه غونډه، لاسته راوړنو او پر دې غونډه د افغانستان د ملي امنیت پر رئیس د ځان وژونکي حملې د اغېزو په اړه خبرې کوو.

راپورونه وايي، چې په دې غونډه کې د سیمي پر حالاتو، د افغانستان د سولې او امنیت پر موضوع او پر دې له پاکستان څخه د همکارۍ غوښتنه او امنیتي مسایل او درې اړخیزي همکارۍ د دې غونډې د اجنډا نور اړخونه دي.

د افغانستان د ملي امنیت پر رئیس اسدالله خالد د ځان وژونکي حملې وروسته افغان ولسمشر حامد کرزي وویل، چې حمله کوونکی له پاکستان څخه راغلی وو او د حملې پلان په هغه خاوره کې جوړ شوی و.

ولسمشرکرزي خبریالانوو ته وویل، چې د ترکیې په درې اړخیزه غونډه کې به د دې حملې په اړه له پاکستاني چارواکو څخه وضاحت وغواړي، چې په دې اړه څه کوي او څه یې کړي؟

د سیاسي او امنیتي چارو افغان پوهان او د ملي شورا یو شمېر غړي په دې باور دي، چې دغه غونډه به د ملي امنیت پر رئیس د حملې د موضوع تر اغېز لاندې راشي او افغانستان به د ترکیې له درې اړخیزې غونډې هغه څه حاصل نه کړي، چې تمه یې لري.

دوي په دې برخه کې د پاکستان دوه مخي سیاست او د افغان حکومت کمزوري سیاست ته ګوته نیسي، چې مهم فرصتونه له لاسه ورکوي او ګاونډی یې د پردې تر شا لوبه کوي.

موږ پر دې شکونو، اندېښنو او د افغانستان، پاکستان او ترکیې ترمنځ پر درې اړخیزه غونډه له خپلو مېلمنو سره خبري کوو، مېلمانه مو دي:

1- د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمېسیون مرستیال صالح محمد صالح
2- د سیاسي چارو پوه اجمل سهیل
3- د امنیتي چارو څېړونکی جنرال عبدالواحید طاقت

او د بحث کوربه معصوم میوند دی.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:28:36 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG