په وروستیو ورځو کې، البته مخکې تر دې چې په کابل کې د افغانستان د ملي امنیت پر رييس حمله وشي، یو شمېر افغان او پاکستاني کارپوهانو د دوو هیوادونو په منځ کې د اړیکو ښه کېدو ته خوشبیني ښکاره کړه.
پاکستان ته د افغانستان د سولې د عالي شورا د پلاوي له سفره وروسته د پاکستان له خوا د دې پلاوي په غوښتنه د یوشمېر طالب بندیانو خوشي کول، ورپسې پاکستان ته د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر سفر او په دې موافقه چې د دواړو هیوادونو دیني عالمان به په کابل کې غونډه کوي، د دوو هیوادونو په اړیکو کې د ښه والي نښې بلل کېږي.
د ځینو سیاسي کارپوهانو په نظر په داسي حال کې چې امریکا او ناټو د ۲۰۱۴ کال په پای کې له افغانستانه د خپلو پوځیانو ایستلو ته تیاري نیسي پاکستان غواړي چې د افغانستان په مسله کې خپل رول زیات کړي.
مشهور پاکستاني ژورنالیست او تحلیل ګر احمد رشید هم یو له هغو کارپوهانو څخه دی چې باور لري د پاکستان پوځ په وروستیو اوونیو کې په خپله پالیسي کې لوی بدلون پیل کړی دی.
احمد رشید وايي، پاکستان چې څه باندې یوه لسیزه یې افغان طالبانو ته لاره ورکړې وه چې په پاکستان کې پناه واخلي او په افغانستان کې جګړې ته دوام ورکړي، اوس مخکې تر دې چې د ناټو پوځیان له افغانستانه ووځي طالبان د افغانستان له حکومت او امریکا سره خبرو ته هڅوي.
خو لا هم ډېر افغانان باور نه لري یا لږ ترلږه ډاډه نه دي چې پاکستان دې د افغانستان په وړاندې خپله پالیسي بدله کړې وي.
د ولسمشر کرزي پر نننیو څرګندونو به هم خبرې وکړو چې ويې ویل د ملي امنیت پر رييس وروستۍ حمله په پاکستان کې طراحي شوې وه، حمله کوونکی یې له پاکستانه راغلی و او دا ډول برید له پېچلیو استخباراتي ادارو پرته عادي طالبان نه شي کولی.
دا برید به د دوو هیوادونو پر اړیکو څومره اغېز ولري، ایا یو ځل بیا به هغسي حالت رامنځته نه کړي چې د سولې د عالي شورا د پخواني مشر برهان الدین رباني له وژل کېدو وروسته شوی و.