د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۲۸

په ښوونځيو کې رشته بندي پيليږي!

که په ښوونځیو کې د رشته بندۍ سسیتم پيل شي، نو بیا به هر زده کوونکی د خپلې خوښې مسلک لولي، په کانکور کې به له ډیرو ټاکنو تر څه حده خلاص شي، چې لومړی انتخاب یې پخپل زړه خو پاتې نور یې زړه نا زړه ټاکلي وي، د پایلو په ورځ یاخو د خپل زړه پوهنځي ته بریالی کیږي، یا بې نتیجه کیږي او یا کوم داسې پوهنځي ته بریالی کیږي، چې په زړه یې جوړ نه وي، بیا نو کتابونه ورباندې پيټی وي او له درسونو زړه توري، چې کله کله داسې کسان خپلې زده کړې نیمګړې پریږدي.

د نظر خاوندان وايي، چې د یوه مسلک یا د یوه هنر زده کولو لپاره له هغه سره مینه او علاقه ډيره ضروري ده، خو که چیرې یو مسلک د یو چا له زړه چپ وي او ورباندې جبري شي، نو په هغه کار کې به پرمختګ هم له ستونځو سره مخ وي.

ویل کیږي، چې د افغانستان اوسنی ښوونيز نظام هم داسې دی، چې ګڼو زده کوونکو ته د خپلې خوښې رشتې په برخه کې د زده کړې کولو لار نه برابريږي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:14:06 0:00
مستقیم لېنک


جمهورريئس حامد کرزي هم په خپله یوه وینا کې له پوهنې وزارته غوښتي وو، چې په کانکور ازموینه کې د زده کوونکو د بې سرنوشتۍ د مخنيوي لپاره دې له لسم ټولګي زده کوونکي رشته بندي شي، چې هر زده کوونکی خپلې وړتیا سره سم له کانکور ازموینې پرته خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

له هماغې ورځې راهيسې ګڼ زده کوونکي د دغه سسیتم عملي کیدو ته سترګې پر لار دي او د رشته بندۍ سیستم د زده کوونکو لپاره ډیر ګټور بولي.

عبدالمنير عبدالزاده د کابل پوهنتون محصل دی، هغه د هغو ستونځو په اړه راته وايي، چې په کانکور ازموینه کې ورسره مخ شوی و، دی د رشته بندۍ پلوي دی او وايي، چې په کانکور ازموینه کې بې نتیجه شوي ځوانان یا خو په نشه يي توکو روږدي کیږي او یا هم په نورو ناوړه لارو تګ پیلوي.

چې هم جمهورريئس او هم زده کوونکي په ښوونځيو کې د رشته بندۍ غوښتونکي دي، نو د پوهنې وزارت څه وايي؟ غواړي، چې په ښوونځيو کې د رشته بندۍ سسیتم عملي کړي او که نه؟ دا پوښتنه مو د نوموړي وزارت له ویاند امان الله ايمان نه وکړه، هغه وویل، چې په نږدې راتلوونکي کې د رشته بندۍ پلان نشي عملي کولی، خو دا مني، چې د پوهنې په نظام کې د رشته بندۍ سسیتم يو ډیر ګټور کاردی.

آی فون ۵ موبایل؟

له تیرو څو کلونو راهيسې که په هېواد کې د زد ه کړې بهیر تیز شوی، نو همدا راز له ورزش، موسیقۍ، نورو هنرونو او نوې ټيکنالوجۍ سره هم د افغانانو په ځانګړي ډول د ځوانانو علاقه ډيره شوې ده.

پخوا به که چیرې کوم نوي څه رامنځ ته شول، نو افغانستان ته په رارسیدو به پرې کلونه اوښتي وو، خو اوس دغه فاصله تر دقیقو، ساعتونو او ورځو رالنډه شوې.

آی فون ۵ د اپل کمپنۍ د موبایلونو هغه شپږم او وروستنۍ ډول دی، چې د روان کال د سپتمبر په ۱۲ نېټه خلکو ته وروپيژندل شو او د همدې میاشتې په ۲۱ نېټه د اخیستونکو په واک کې ورکړل شو، چې د افغانستان بازارونو ته څو ورځې وروسته راورسید.

آی فون موبایل په ۲۰۰۷ کال کې د اپل کمپنۍ د هغه وخت د مدیر (استيو جابز) له خوا معرفي شو، چې آي فون ۲ جي، ۳ جي، ۳ جي ایس، ۴، ۴ جي ایس او اوسنۍ آي فون ۵ یې ډولونه دي.


تاندې څانګې خپرونه هره شنبې او دوشنبې له ازادۍ راډيو خپریږي، چې په کابل کې یې نورګل شفق چمتو کوي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:14:06 0:00
مستقیم لېنک
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG