د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۳۴

له پاکستان سره لاسلیک شوی سند به د افغان سوداګرو ستونزې څومره هوارې کړي؟


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع وزارت وايي، چې له پاکستاني چارواکو سره یې یو نوی سند لاسلیک کړی، چې پر اساس یې د افغان سوداګرو لارۍ د پاکستان له خاورې څخه د هند سرحد ته په اسانۍ سره تګ راتک کولای شي.

د سوداګرۍ وزارت وايي، چې پاکستاني حکومت تر دې پخوا له هغو لاریو څخه چې د هند تر واګې بندر پورې تلې بانکي تضمین غوښتی، خو اوس به یوازې د افغانستان د ټرانسپورټ وزارت یوه پاڼه ورته بس وي.

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت تر دې پخوا هم په وار وار له پاکستان سره د سوداګرۍ، ټرانسپورټ او ټرانزیټ په برخه کې بېلابېل تړونونه لاسلیک کړي، خو وروسته یې پاکستان په عملي کولو کې پاته راغلی.

د سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، چې په دې نوي تړون سره د افغان سوداګرو 70 سلنه ستونزې حل شوې او پاته ستونزې به یې هم په راتلوونکې غونډه کې له پاکستان سره وڅېړل شي.


د بحث میلمانه مو دي:

۱- د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند وحیدالله غازي خیل
۲- د سوداګرۍ او صنایع خوني مرستیال خان جان الکوزی
۳- د ولسي جرګې د مخابراتو او مواصلاتو کمېسیون غړی انجینر صاحب خان.

د بحث کوربه معصوم میوند دی:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:27:12 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG