ولې ځينې ځوانان په لاریونونو کې ګډون نه کوي، ځينې یې چې ګډون په کې کوي، په اړه یې څه نظر لرئ او ولې کله کله دغه لاریونونه په تاوتریخوالي اوړي او د مرګ ژوبلې سبب کيږي؟
که ویل کیږي، چې (د ځوانۍ عبادت سره زر دی) نو دا هم ویل کیږي، چې (د ځوان وینه توده وي). اوسپنه هم چې توده شي، د پخ زړه چې هر څه وغواړي، ترې جوړولی یې شي، کله کله ځوانان هم د خپلو احساساتو له عمله د تودې اوسپنې په څېر کارول کیږي، ځينې ځوانان له همدې ویرې په لاریونونو کې ګډون نه کوي، چې له احساساتو یې څوک ناوړه ګټه وانخلي او د ګټې پر ځای چا ته تاوان ونه رسوي.
د افغانستان په اساسي قانون کې هم هر افغان وګړي ته حق ورکړل شوی، چې د هر غیر قانوني او نامناسب عمل پر وړاندې خپل غږ په سوله یيز ډول پورته کړي.
تاندې څانګې په کابل کې نورګل شفق جوړوي، چې د شنبې په مازدیګر او دوشنبې تنکۍ غرمه له ازادۍ راډيو خپريږي.