د ازادي راډیو د ننني بحث موضوع د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې ترڅنګ د افغانستان، پاکستان او بریتانیا د مشرانو د درې اړخیزې غونډې په هکله ده، چې په کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستراتیژیک تړون، له وسله والو مخالفینو سره د سولې په هکله د نویو خبرو اترو پیلول او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شته ستونزو د هوارولو په هکله خبرې وشوې.
په همدې غونډه کې د افغانستان او پاکستان ولسمشرانو موافقه وکړه، چې د خپلو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژيکو همکاریو په یوه تړون به کار پيل کړي.
ولسمشر حامد کرزي او اصف علي زرداري موافقه وکړه، چې د ۲۰۱۳ کال تر پایه به د ستراتیژیک تړون مسوده جوړه کړي.
یوه بله موافقه یې دا وه، چې د افغانستان د سولې د عالي شورا پلاوی به له لوی اختر نه مخکې اسلام اباد ته ځي.
په ننني بحث کې میلمانه دي:
۱- د افغان حکومت د رسنیو مرکز مرستیال صفت الله صافی
۲- د ولسي جرګې غړی یوسف صابر
۳- د ولسي جرګې پخوانۍ غړې ملالۍ شینوارې او د سیاسي چارو کارپوه محمد یونس فکور
د بحث کوربنه جمیله ظریف ده: