د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۲۱

ولې ځينې کسان ځان وژني؟

که په ژوند کې ترخه نه وای، په خوږو یې نشوو پوهیدلی، ځکه خو ویل کيږي، چې ژوند ښکلی دی.

که د پيغمبرانو، صاحبه کرامو او د نړۍ ځينو نورو عظيمو انسانانو ژوند ته ځير شو، نو د ډیرو ستونځو له ګاللو وروسته بري ته رسيدلي دي.

خو ژوند کله کله ځينې کسان په تېره بیا ځوانان دومره وارخطا کړي، چې د همدغه ښکلي ژوند مرۍ پخپله خپه کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان یا WHO او د ځان وژنې د مخنيوي نړیوال سازمان یا IASP د روان میلادي کال د سپتمبر ۱۰ نيټه په نړۍ کې د ځان وژنې د مخنيوي ورځې په نوم نومولې ده.

محققان وايي، چې کورنۍ تاوتریخوالی، بې وزلي، نا امني او ناهيلي د خودکشي کولو عمده عوامل دي، چې هر کال تر ۱ میلیون ډير کسان ځان وژني.

د WHO د اټکل له مخې خودکشي په نړۍ کې د مرګ ۱۳ لوی علت بلل شوی، چې د ښځو په نسبت نارینه ۳،۴ برابره ډير خودکشۍ ته مایل دي.

تاندې څانګې په کابل کې نورګل شفق جوړوي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:14:35 0:00
مستقیم لېنک
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG