د شپيلۍ غږ به ښايي چا ته کوچیان او خیمې وریاد کړي او څوک به ښايي زما غوندې د وړیو بوی حس کړي او هغه شپون به یې سترګو ته لر او بر شي، چې رمه یې ایله کړې او خپله کرار په یوه ژۍ ناست شپيلۍ وهي.
نن یو داسې شپيلۍ غږوونکی در پيژنم، چې نه شپون دی او نه یې رمه شته، خو پر شپيلۍ یې نڅيدونکې ګوتې داسې یو زړه وړونکی ساز جوړوي، چې هم سوز لري او هم خوند.
هغه شپيلۍ غږوونکی ځلي پکتا نوميږي، څو کسان د خپل نوم یانې د نورګل په نوم پيژنم، خو (ځلي) نوم مې کله نه و اوریدلی، د مرکې پيل مې په همدې پوښتنه ورسره کړی، چې (ځلي) څه مانا او (پکتا) تخلص یې څنګه غوره کړی:
د تاندې څانګې خپرونې جوړوونکی نورګل شفق دی، دا خپرونه هره شنبې او دوشنبې له ازادۍ راډيو څخه اوریدلی شئ: