د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۲۲

اولمپيکي سیالیو ګڼ ځوانان ورزش ته هڅولي دي!

ښايي ماشومان به مو لیدلي وي، چې د خپل مور، پلار او نورو لویانو تمثیل کوي، کله یې چې ګورﺉ د هغوي غټې څپلۍ به یې په پښو کړي وي، لاسونه به یې شاته نیولي وي، روان به وي، کله به یې د پلار پټکی یا د مور ټيکری په سر وي، ننځکې ته به د ماشومانو په څېر په خوله کې چوشاک او یا ډوډۍ ورکوي او کله به په ماشوم ځان په لمانځه ولاړ وي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:14:04 0:00
مستقیم لېنک

دوي هڅيږي، چې د خپل مور او پلار په څير ځان وښيي، خو که ژوند یې مل وي، نو يوه ورځ به یې دا تمثيل ریښتیا شي.

وروستيو اولمپيکي لوبو هم، چې څه موده وړاندې په لندن کې ترسره شوې، ګڼ ځوانان ورزش ته هڅولي، د ډیرو په زړونو کې هیلې راټوکیدلي، چې د روح الله نيکپا، نثار احمد بهاوي، تهمينه کوهستانۍ او ځینو نورو لوبغاړو په څير دوي هم يوه ورځ په داسې سیالیو کې ګډون وکړي او مډالونه راوړي.

سږ کال په اولمپيک سیالیو کې د افغانستان ۶ لوبغاړو، چې یوه یې نجلۍ ياني تهمينه کوهستانۍ وه، ګډون کړی و، چې له دې ډلې یوازې روح الله نيکپا د برونزو مډال وګاټه، خو ګڼ ځوانان وايي، چې موږ ته د نیکپا د برونزو مډال تر سرو زرو مډاله کم نه دی او اولمپيکي سیالیو یې په زړه کې له ورزش سره مینه زیاته کړې.

که یو خوا افغان ځوانانو ته بې وزلۍ او نیستۍ د کرکټ بېټ، د هاکۍ او ګالف سټيک په ځای بیل او کهي په لاس کې ورکړې، نو بل خوا مزدورۍ دومره بوخت ساتلي، چې په شکیدلو څپليو او بوټانو کې نيمه پټې پښې یې د فوټبال توپ ته شیبه هم نه اوزګاريږي، د ځواکمنو مټو زور په غیږنیونه او کشتۍ کې نشي ازمویلی بلکې د کاڼو په ماتولو کې یې ازمايي، د ګڼو افغانو ځوانانو هغه د چا خبره د دنیا له نور حال احوال سره یې کار نشته، بس خپله مزدوري هم خپله ساتیری بولي او هم نفقه.

ښايي تاسې به ښوونځي کې د سپورت (لوبو) ساعت لرئ، یا به مو درلود، څه مو پکې کول؟ لوبې او که نه کرار به مو په ټولګي کې یوه بل ته کتل او کیسې به مو سره کولې؟ یو تنکی ځوان عارف ګل راته وايي، چې د سپورت په کیسو او له کاغزونو د الوتکو په جوړولو تیروي او یو بل ځوان بیا وايي چې د نړۍ د ځینو نورو هیوادونو د ښوونځيو په څیر زموږ په ښوونځيو کې ورزش ته خاصه توجه نه کیږي.

که څه هم په وروستیو کلونو کې لوبو د پام وړ پرمختګ کړی، خو د نجونو برخه بیا هم تر اوسه په ځانګړي ډول په المپيکي لوبو کې کمه ده، په ۲۰۰۴ کال کې له افغانستانه دوو ښځينه لوبغاړو روبینه مقیم یار او فریبا رضايي په المپيک سیالیو کې ګډون کړی و، خو سږ کال یوازې یوې ښځينه لوبغاړې تهمينه کوهستانۍ پکې ګډون وکړ، ولې په داسې سیالیو کې د نجونو ونډه کمرنګه ده؟

دا پوښتنه راته د افغانستان د والیبال د ښځينه لوبډلې مسؤله مسعوده ارزو ځوابوي، وايي چې افغان دولت په تیره بیا المپيک کميټه د نجونو په پرتله پر هلکانو یا نارینه لوبغاړو ډيره پانګونه کوي، نارینه لوبغاړي د شپې تر ناوخته او ځينو نورو ازادو سیمو کې هم تمرینونه کولی شي، خو نجونې هر ځای او هر وخت خپل تمرین نشي کولی.

وړاندې مو د غیږ نیونې او کشتۍ خبره وکړه، ځينې نورې لوبې هم لکه نخښه ویشته زموږ په کلیو او بانډو کې د ځوانانو د خوښې لوبه ده او کافي تجربه پکې لري، که چیرې دغو لوبو ته هم د افغانستان المپيک کميټه پام وکړي او ځوانان پکې وروزي، ښايي ښې لاس ته راوړنې به ولري، یو ځوان سلیمان چې د پکتیا اوسیدونکی دی همدا خبره کوي.

موږ هم هیله من یو، چې د افغانستان د المپيک کميټه دغو لوبو ته هم خاص پام وکړي ، ښه ښه استعدادونه پکې راپيدا کړي او ويې روزي، چې په ۲۰۱۶ کال کې له المپيکي سیالیو مډالونه راوړي.

لکه په سر کې مو چې وویل، که چیرې تشويق یاني هڅونه وي او لوبغاړو ته مهمې اسانتیاوې برابرې وي، نو سږ کال خو افغانستان په یادو سیالیو کې ۷۹ درجه خپله کړه، ښايي په راتلوونکو سیالیو کې د لومړنیو هیوادونو په صف کې شامل شي، په پای کې بیا هم د مسعوده آرزو یوې ګیلې او یوې لارښوونې ته راځئ غوږ کیدو، چې وايي افغان دولت او چارواکي یوازې له نړیوالو سیالیو بیرته هیواد ته د لوبغاړو د راستنیدو په وخت کې باید لوبغاړي ونه هڅوي، بلکې وخت په وخت یې باید وڅاري، چې تمرینونه کوي، ځای ورته لري، اسانتیاوې ورته برابرې دي او که نه.

هغه څه وايي، چې هم خرما ده هم ثواب... ورزش که یو خوا وجود ته ګټه رسوي، نو بلخوا که څوک پرمختګ پکې وکړي او یوه ورځ په داسې سیالیو کې له ګډون وروسته بریالي هیواد ته راستانه شي، نو د دوی لوی لوی انځورونه او پوسټرونه به هم د هیواد د ښارونو په بیلا بیلو څلورلارو ولګول شي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG