مسافري په ریښتیا هم چې سخته خواري ده، خو مجبوري بد شی دی، څوک د نيستۍ له غمه مسافر شي او څوک د زده کړو مینه د کورني چاپيریال له مینې رابیل کړي. نن مو د ځينو مساپرو ځوانانو کوټو ته ورولم، چې نه یې په خور غږ شته، چې دیګ ورته وکړي او یا جامې ورته پریمينځي او نه یې هم د مور غیږ، چې د ناروغۍ په وخت یې په وېښتانو کې ګوتې ووهي او درد یې واخلي، هر څه باید پخپله وکړي، د دوی خاطرې او د زړه خواله به واورئ.
مسافري که په خپل وطن وي او که په بل وطن، سړی اغيزمنوي، خو د بل وطن مسافري هغه د چا خبره چې د سړي د زړه وینه وچوي. که څه هم دغه کمال ترلاسه کوي، چې یوه نوې ژبه زده کړي او له یوه نوي کلتور سره اشنا کيږي، خو له ځینو دا بې کمالي وشي، چې هم یې خپله ژبه هیره شي او هم د پردیو په کلتور کې داسې رنګ شي، چې خپل رنګ یې هیر شي. بس هماغه شي چې:
خو خاطره ارينزۍ هغه افغانه پيغله ده، چې په ماشومتوب کې هالنډ ته تللې، اوس ۲۳ کلنه ده، خو د خپلې ژبې او پيژندګلوۍ د ورکیدو له ویرې سره سره، هغې بیا هم د پردیو په وطن کې خپله ژبه په خوله کې وچیدو ته پرې نښوده. زموږ د پراګ همکارې ډاکټرې فریدې هوډ سیفي له هغې سره مرکه کړې.
تاندې څانګې په کابل کې نورګل شفق جوړوي.

بله ژبه یادول که لوی کمال دی
خپله ژبه هیرول بې کمالي ده