د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۲۸

د ناټو تاسیسات د افغانستان لپاره څومره مهم دي؟


زموږ د دې اونۍ بحث هغو راپورونو ته ځانګړی شوی چې ویل کیږي، بهرني ځواکونه له افغانستان څخه تر وتلو وروسته خپل تاسیسات ویجاړوي.

دې بحث ته مو زه نسیم شفق هرکلۍ کوم.

نړېوالو ځواکونو په تیرو لسو کلونو کې د افغانستان په هر ولایت کې تاسیسات جوړ کړي او پردې تاسیساتو میلیونونه ډالر لګول شوي دي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې تیره اونۍ وویل، چې دا تاسیسات له منځه وړل کیږي او د اوه پنځوس میلیونه ډالرو په ارزښت یوه امریکایي شرکت د دې تاسیساتو د ویجاړولو تړون هم ترلاسه کړی دی.

په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو عمومي قومندان ویلي، چې په دې هېواد کې د ناټو ځواکونو څه باندې شپږ سوه غټې او وړې اډې شته چې له مینځه به یوړل شي.

د ولسي جرګې د دفاعي چارو کمیسیون هم تیره اونۍ په دې اړه له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې اندیښنه څرګنده کړه او ویې ویل، چې باید د دې تاسیساتو د ویجاړولو مخه ونیول شي.

ولسمشر کرزي د مالیې وزارت په مشرۍ یوه کمیسیون ته دنده سپارلې، چې له بهرنیو ځواکونو څخه دا تاسیسات ترلاسه کړي.

په عین حال کې وسله والو طالبانو هم په خپله انټرنیټي پاڼه کې په یوه بیان کې په دې اړه له افغان حکومت او ولسي جرګې سره ورته نظر څرګند کړی او د دې تاسیساتو له منځه وړل یې غیر منطقي کار بللی دی.

په دې بحث کې دا څیړو، چې دا تاسیسات د افغانستان لپاره څومره مهم دي، ترکومه حده کولای شي د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره ګټور واقع شي او ولې نړېوال ځواکونه غواړي چې دا تاسیسات ویجاړ کړي.

په بحث کې راسره میلمانه دي:

۱- د حق او عدالت ګوند غړی حمید الله فاروقي
۲- د پوځي چارو کارپوه جنرال عتیق الله امرخیل

دې بحث ته مو د ولسي جرګې د دفاعي چارو د کمیسیون غړی ښاییسته باز ناصري او د دفاع وزارت د ویاند مرستیال جنرال دولت وزیري هم را غوښتي ناصري صاحب د نا څرګندونو دلایلو له امله او جنرال وزیري د کاري مصرفیتونو له امله په کې برخه وانه خیسته.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:26:58 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG