د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۳۱

د اداري فساد پر ضد به مبارزه څوک وکړي؟


د ازادۍ راډیو د دې اونۍ د بحث موضوع په افغانستان کې د اداري فساد پر ضد د مبارزې د عالي ادارې د مسئولینو د وروستیو څرګندونو په اړه دی.

د دې ادارې مشر ډاکتر عزیزالله لودین د تیرې یکشنبې په ورځ وویل، چې په هېواد کې د اداري فساد پر ضد د مبارزې لپاره یوه غښتلې سیاسي اراده نشته.

نوموړي د خپلې دې خبرې د اثبات لپاره چې سیاسي اراده نشته د هغو دوو څارنوالانو بیرته خوشې کول چې د فساد په تور نیول شوي وه، د کابل ښاروالۍ له خوا د خپل سرو کورونو د جوړولو نه مخنیوي د مثالونو په توګه یاد کړه.

د راپورونو له مخې اوس مهال په ټول افغانستان کې د اداري فساد پر ضد د مبارزې لپاره 11 بېلابېلې ادارې کار کوي.

همدارنګه د دې ادارو په څنګ کې هر وزارت هم د اداري فساد د مخنیوي لپاره یوه څانګه لري.

د اداري فساد پر ضد د مبارزې د عالي ادارې چارواکي د دغه ډول موازي ادارو او مسئولو عدلي او قضايي ادارو څخه هم ګیله کوي، چې ورسره لازمه همکاري نه کوي.

د خلکو پوښتنه دا ده، چې افغان ولسمشر، قضايي چارواکي، د اداري فساد پر ضد د مبارزې مسئولین او نور جګپوړي حکومتي چارواکي د اداري فساد څخه سرټکوي نو بلاخره دا مبارزه څوک وکړي؟

پر دې موضوع، ستونزو او حل لارو مو د بحث مېلمانه دي:

۱- د اداري فساد پر ضد د مبارزې د ادارې د شکایتونو اورېدلو د ادارې رئیس واحدالله زاهد.
۲- د سیاسي چارو څېړونکی محمد اسحاق اتمر.

د بحث کوربه معصوم میوند دی:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:27:53 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG