خو هغه څه وايي چې هوښيارانو هيڅ شی پټ ندي پريښي، ځکه خو یې ویلي، چې که یوه ژبه دې زده ده، يو انسان یې، که دوه دې زده دوه، که پنځه دې زده پنځه همداسې پسې ځه...
انګريزي ژبه یوازې نړیواله ژبه نه بلکې نن سبا یوه علمي او الیکترونيکي ژبه هم ځکه بلل کيږي، چې په ډیرو برخو کې تر نورو ژبو ډير اثار، ویبپاڼې او کتابونه لري، خو زموږ د هیواد ګڼ زده کوونکي تنکي ځوانان او ځوانان ګیله لري، چې په ښوونځيو کې یې انګريزي ژبې ته هغومره پام نه کيږي، څومره چې باید ورته وشي، ځکه دوی مجبوريږي چې له ښوونځي د باندې یاني په کورسونو کې انګريزي ژبه زده کړي.
انګريزي هغه ژبه ده، چې په نړۍ کې تر ټولو ډیر وګړي پرې غږيږي، د ځینو ریپوټونو له مخې ویل شوي، چې اوس مهال انګريزي ژبه د ۳۴۰ میليونه بریتانویانو، امریکايانو، کاناډایانو او استرالیایانو مورنۍ ژبه ده، خو تر دغه شمیر ډیر یاني ۶۰۰ میلیونه خلک د دوهمې ژبې په حیث انګريزي ژبه کاروي.
د کابل پوهنتون د ايجينري پوهنځي استاد نجیب الرحمن صبوري، چې اوس مهال امریکا ته پخپل مسلک کې د ماسټرۍ اخيستلو لپاره تللی وايي، چې باید درسي کتابونه د یوه سیستم او لیول له مخې چاپ شي او ښوونکي په دې برخه کې وروزل شي، چې څنګه باید زده کوونکي ته درس ورکړي.
تاندې څانګې د ځوانانو لپاره د آزادۍ راډيو ځانګړې خپرونه ده، چې په کابل کې یې نورګل شفق جوړوي.