د ازادۍ راډیو د دې اونۍ بحث په ختیځ کې پر سرحدي سیمو د پاکستان د راکټي بریدونو مسالې ته ځانګړی شوی.
په ختیځ کې دولتي چارواکي وایي، چې له څه مودې راهیسې یو ځل بیا د پاکستان له خاورې د کونړ او نورستان ولایتونو پرځینو سرحدي سیمو راکټي بریدونه پیل شوي او لاهم دوام لري.
د ملي امنیت ریاست پرون اعلان وکړ، چې دا راکټونه د پاکستان د پوځ له خوا ویشتل کیږي او څرګنده یې کړه چې په دې برخه کې کره اسناد او شواهد هم شته.
دې ادارې وویل، چې پاکستان په دې هڅه کې دی ترڅو له دې کار سره په کونړ او نورستان کې وسله والو مخالفانو او نورو افراطي ډلو ته دایمي مرکزونه او ځالې جوړې کړي.
په عین حال کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې افغان حکومت به هڅه وکړي دا ستونزه له پاکستان سره له ډیپلوماتیکو لارو چارو حل کړي، خو که چیرې داسې نشي نو دا مساله به د ملګروملتونو د امنیت شورا ته راجع کړي.
په دې بحث کې دا څیړو چې پاکستان ولې دا راکټونه وروي؟
ګټه یې په کې څه ده؟
افغان حکومت یې د مخنیوي لپاره څه کړي او باید څه وکړي؟
ایا باالمثل عمل ته اړتیا شته او که دا ښه ده چې دا موضوع د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته محول شي.
په بحث کې را سره میلمانه دي:
۱- په ولسي جرګې کې د کونړ وکیل غلام سخي مشواڼۍ
۲- د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي
۳- په ختیځ زون کې د سرحدي پولیسو پخوانی قومندان او امنیتي کارپوه جنرال امین الله امرخیل
۴- دغه راز د کونړ والي سید فضل الله وحیدي هم را سره پر ټیلفون وصل دی.
د دې بحث کوربه نسیم شفق دی.