نن د دې پروګرام په دوو ساعتونو کې پر دوو جلا موضوعاتو بحث کوو.
لومړی په افغانستان کې د یوه سیاسي ګوند د فعالیت پر مخنیوي ږغېږو.
د مشرانو جرګې په غوښتنه د عدلیې وزارت د افغانستان د پیوستون یا همبستګي ګوند فعالیت ځنډولی او په دې موضوع د بشري حقونو څارونکې ډلې او یوشمېر نورو اندېښنه ښکاره کړې ځکه چې دا په تېرو لسو کلونو کې لومړی ځل دی چې په افغانستان کې د یوه سیاسي ګوند له فعالیت سره مخالفت کېږي او هغه هم په داسي وخت کې چې نړیوال ځواکونه له دې هیواده وتلو ته تیاري نیسي.
له همدې کبله د بشري حقونو فعالانو زیات اندېښمن دي او وايي چې ممکن له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د بیان او اجتماعاتو د ازادۍ په برخه کې د تېرو لسو کلونو دا تر ټولو لویه بریا د افغانانو له لاسه ووځي.
خو په دوهم ساعت کې پر یوې بلې موضوع خبرې کوو.
ټاکل شوې چې په راتلونکو شلو ورځو کې د افغانستان د اقتصادي ملاتړ لپاره دوه کنفرانسونه جوړ شي.
د نوي ډیلي په کنفرانس کې هڅه کېږي چې پانګه اچوونکي په افغانستان کې پانګونې ته تشویق شي. ورپسې د راتلونکې میاشتې په اتمه د توکیو په کنفرانس کې تر ۲۰۱۴ پوري له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې پر اقتصادي مرستو بحث کېږي.
د مالیې او دغه راز د صنایعو او سوداګرۍ د وزارتونو ویندویان به، چې په دغو کنفرانسونو کې مهم رول لري، زموږ مېلمانه دي.
د مالیې وزارت ویندوی وحید توحیدی
د سوداګرۍ وزارت ویندوی وحیدالله غازي خیل
عصمت څاروان او قادر حبيب پروګرام برابر کړى دى