د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۳۴

د ژوند ملګری باید شتمن وي او که خوش اخلاقه؟

اوس به هم دا خبره اورئ، چې پيسې د لاس خيری دی، خو ځينې نجونې یا کورنۍ د واده لپاره اوس د هلک اخلاقو او کورنۍ ته نه بلکې د هغه د لاس خيري یاني پیسو او مال دولت ته ارزښت ورکوي.

په نننۍ تاندې څانګې کې په همدې موضوع راسره ځوانانو ګیلې اود زړه خبرې شريکې کړي، خو د خپرونې په سر کې مو له يوه ځوان رباب غږونکي سره مرکه درته کړې، ادم خان خو درخانۍ لرله چې رباب یې ورته غږاوه، دی یې چا ته غږوي، له دغه رازه به مو هم دی پخپله خبر کړي.

رباب غږونکی:

باختر ځاځی ځوان رباب غږونکی دی، له رباب غږولو سره یې مینه وه، له ګیلنه یې داسې رباب جوړ کړی و، چې یوازې درې تاره یې لرل، خو وروسته یې له خپل پلار او ورور په مسلکي ډول زده کړ، دی وايي چې ځوانان د رباب ډیر شوقين دي، کومو مجلسونه کې چې دی رباب غږوي، نو څوک ترې دا هیله کوي، چې يوازې رباب ورته وغږوي او څوک بیا ترې دا هیله کوي چې ورزده یې کړي. دی وايي کله مې چې رباب خراپ شي او د جوړولو لپاره یې جړوونکي ته وروړم، نو هلته هم ګڼ ځوانان ناست وي، څوک یې اخلي او څوک یې غږوي.

د ده پر واینا رباب د موسیقۍ د الاتو پاچا بلل کيږي، کله یې چې څوک یوازې ځان ته غږوي څوک ترې پازابيږي نه او پخپله یو روحي تسکين مومي. دی خپل یو راز راسره شريکوي او وايي چې هر څوک پخپل خیال کې یوه دورخانۍ لري، زه هم پخپل فکر کې یوه دورخانۍ لرم او رباب ورته غږوم.

د ژوند ملګری:

ځینې نجونې فکر کوي بې له پیسو ژوند نشي کولی، ځکه غواړي د ژوند ملګری یې يو شتمن هلک واوسي، خو ځینې نورې نجونې بیا د ژوند نيکمرغي له یوه شتمن نه بلکې له یوه خوش اخلاقه انسان سره په ژوند کولو کې ګوري.

وايي، چې ځآی هغه سوځي چې اور پې بلیږي، په افغانستان کې د هلک کورنۍ دې خبرې ته زړه خوري او سوځيږي، چې څنګه به د نجلۍ د کورنۍ شرايط پوره کوي، خو په هندوستان او د پاکستان په ځینو سيموو کې دا کیسه برعکس ده، هلته چې کله یوه نجلۍ وديږي، باید د نجلۍ کورنۍ هلک ته کور، موټر او نور سامان واخلي، هلته که نجونې او د نجلۍ کورنۍ له دې ستونځې سره مخ ده، نو دلته هلک او د هلک کورنۍ له دې ستونځې سره لاس او ګریوان ده.

زموږ ځینې افغان ځوان هلکان هم ګیله لري، چې د نجلۍ کورنۍ لخوا داسې شرايط ورته ټاکل کيږي، چې دوی یې نشي پوره کولی.

هېواد هم یو افغان ځوان دی، دی د یوه ملګري د خولې کیسه کوي، چې له اروپا د واده کولو لپاره راغلی و،خو د خوسرخیلو شرايطو له واده لاس په سر کړ، چې وروسته یې خبره تر څارنوالۍ ورسیدله.

ذکیه عليزۍ یوه ځوانه افغانه لیکواله ده، هغه هم وايي چې د کورنیو او د ځینو نجونو دغسې غوښتنو ځوانان که یو خوا له ډیرو ستونځو سره مخ کړي، نو بلخوا یې ځوانانو ته داسې مفکوره ورکړې چې زده کړې بې ارزښته خو پیسې ارزښتنمنې وګڼي، هغه وايي چې کورنیو او نجونو ته په کار ده، چې د ژوند د ښه ملګري د ټاکلو لپاره د هغه مادي شته یاني مال دولت ته نه بلکې د هغه معنوي شته یاني ښه اخلاق او زده کړې باید په پام کې ونیول شي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:13:54 0:00
مستقیم لېنک
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG