د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۴۷

د ښوونځیو په اړه د شته ستونزو د مخنیوي لپاره څه شوي؟


د ازادۍ راډیو د دې اونۍ بحث ته مو زه اسدالله لودین هرکلۍ کوم.

له پاکستانه د افغان زده کوونکو کتابونو ته د انتقال اجازه نه ورکول، په ځینو ولایتونو کې د نجونو زده کوونکو مسمومیدل، ښوونکو او زده کوونکو ته ګواښونه کول او په یو شمېر نا امنه ولایتونو کې د ښونځیو تړل هغه عمده ستونزې دي چې د پوهنې په وړاندې پرتې دي.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وایي، چې د دغو ګواښونو ترشا د سیمې هېوادونو استخباراتي کړۍ لاس لري.

داسې راپورونه هم شته چې د دغو ستونزو په وړاندې پاکستان مستقیم لاس لري.

که څه هم د دغو کارونو مسولیت په وسله والو طالبانو اچول کیږي، خو طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره دا موضوع رد کړه.

دا چې ولې دا ستونزې پیښیږي، علت یې څه دی او د مخنیوي لپاره یې څه لارې چارې شته او که نه؟

دغو پوښتنو ته به زموږ میلمانه ځواب ووایي، راسره میلمانه دي:

د پوهنې وزارت ویاند امان الله ایمان
د مشرانو جرګې غړی داود حساس او سیاسی کتوونکی مطیع الله خروټی

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:27:54 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG