د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۲۲

ساحلي فوټبال او د انرجۍ څښل

له فوټبال سره خو به بلد وئ، خو د ساحلي فوټبال په اړه به ښايي ډير مالومات نه لرئ! ساحلي فوټبال ته ساحلي فوټبال ځکه وايي، چې یا خو د ساحل په غاړه دا لوبه تر سره کیږي او یا په داسې ځمکه چې پریمانه ریګ ولري.

میدان یې مستطیل شکل لري، چې اوږدوالی یې له ۳۵ تر ۳۷ میترو او لنډوالی یې له ۲۶ تر ۲۸ میترو رسيږي.

افغانو ځوانانو هم اوس دې لوبې ته مخه کړې او یوه ملي لوبډله یې جوړه کړې.

انرجۍ څښل:

تاسې به هم لوبې کوئ، فوټبال، والیبال، کرکټ، خوسۍ، غیږ ایستل او یا تيګه اچول، خو چې د لوبو په وخت یو څوک ستړي شي او که او وړی هم وي، نو سیوری ګوري او لږ دمه کیږي، بیا یې نو زړه غواړي چې ښې سړې اوبه یې څښلې وای، یا ښه د ګوړې شربت چا ورباندې څښلی وای او یا یې یو ښه ګیلاس شړومبې غړپ کړې وای.

خو اوس ځينې ځوانان ګورو، که څوک لوبې کوي او که څوک کار روزګار کوي، ډول ډول جوسونه او شربتونه څښي، چې د دوي په ډله کې انرجي هم شامله ده.

ځوانان یې څښل خوښوي، خو ډاکټران یې د روغتیا لپاره تاواني ګڼي.


تاندې څانګې په کابل کې نورګل شفق جوړوي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:14:38 0:00
مستقیم لېنک
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG