د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۴۸

په افغانستان کې زنځیري وژنې څوک کوي؟


د ازادۍ راډیو ددې اوونۍ بحث د افغانستان د سولې د عالي شورا د غړو د غلچکي وژنو او د سولې پر بهیر د دې وژنو د اغیزو په اړه دی.

په تیرو لسو میاشتو کې د سولې د عالي شورا رییس او دوه تنه غړي په ځان وژونکو او وسله والو حملو کې ووژل شول، په تازه پیښه کې د سولې د عالي شورا د بندیانو د کمیټې مشر او د مشرانو جرګې غړی مولوي ارسلا رحماني په کابل ښار کې په وسله واله حمله کې ووژل شو.

د تیر کال په سنبلې یا وږي میاشت کې د سولې د عالي شورا رییس برهان الدین رباني په خپل کور کې د سولې د یوه قاصد له خوا په ځان وژونکې حمله کې ووژل شو او څه موده مخکې په کونړ کې هم د سولې د عالي شورا د ولایتي کمیټې مشر محمد هاشم منیب ووژل شو.

افغان چارواکي وایي، چې د دې زنځیري وژنو پلانونه له افغانستان څخه بهر جوړیږي او ځینې کړۍ شته چې په دې توګه د سولې د روانو هڅو په مخکې خنډونه جوړوي.

په دې بحث کې د دې وژنو مهم لاملونه او دا چې دا غلچکي وژنې څوک کوي او د سولې پر روان بهیر یې منفي اغیزې څه دي څیړو،راسره میلمانه دي:

۱- د سولې د عالي شورا غړی مولوي قلم الدین
۲- د سیاسي چارو څیړونکی میاګل وثیق.

کوربه نسیم شفق دی.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:26:31 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG