د ازادۍ راډیو په نننۍ بحث کې به د افغانستان او امریکا تر منځ د همکاریو ستراتیژیک سند له لاس لیک وروسته چې ایران اندیښنې لري وڅیړل شې، وروسته له هغې چی د افغانستان او امریکا ترمنځ د اوږد مهاله همکاریو سند لاس لیک شو ایراني چارواکو ګواښونه کړي، که چیرې دا سند د ملي شورا له خوا تصویب شي نو دوي به افغان مهاجرین له خپل هېواده وباسي.
د ایران دا اندیښنه او ګواښ وروسته له هغې څرګند شو، چې په کابل کې د ایران نوی سفیر د مشرانو جرګې له مشر سره په کتنه کې له هغه څخه غوښتي، چې ملي شورا باید له امریکا سره ستراتيژیک تړون تصویب نه کړي.
د ایران سفیر ابولفضل ظهره وند ویلي، دا ځکه چې له امریکا سره دا تړون د ایران په زیان دی.
همدا راز د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم د امریکا او افغانستان ترمنځ د ستراتیژیک تړون د لاس لیک په اړه اندیښنه ښودلی ده.
نو زموږ په بحث کی به په دې مسایلو خبرې وشي، چې د ایران او ځینو نورو ګاونډیو هېوادونو اندیښنې او ګواښونه به د افغانستان راتلونکې ته څه پایلي ولري او د دې ترڅنګ به ووایو، چې افغان حکومت د ایران د دې ګواښونو او اندیښنو پر وړاندې ولې چپه خوله پاتې دی.
زموږ د بحث میلمانه دي:
۱- د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسې زی چی د ټیلیفون په وسیله به زموږ له سټډیو سره وصل وي .
۲- د ولسي جرګې غړي میربت خان منګل.
۳-د ویسا ورځپاڼې مدیر مسول زبیر شفیقي او د مدني ټولنې د فدراسیون مشر صدیق منصور دی.