یوه افغان ښځینه کروندګره چې اوږۍ نومیږي وايي، چې شاوخوا شپږ کاله کیږي په کروندې بوخته دي. په لومړي سر کې یې نیالګي روزل، کرنیز کوپراتیف هم لري، خو اوس غواړي چې د انګورو د پروسس او بسته بندۍ پوره څانګه جوړه کړي، چې ډېرې برخې به یې په افغانستان کې نوې وي.