سږ کال بارانونو، واورو او سیلابونو د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو او سیمو کې لسګونه کسان مړه کړي.
د افغانستان له طبعیي پیښو سره د مبارزې د ملي ادارې د معلوماتو له مخې د وروستیو سیلابونو له امله ګڼ شمېر نور ټپي او لا درکه شوي دي.
د راپورونو له مخې دغو سیلابونو د ځاني زیانونو تر څنګ مالي زیانونه هم پیښ کړي او په نژدۍ شلو ولایتونو کې یې زرګونه کورنۍ بې ځای کړي هم دي او سلګونه هکټاره کرنیزه مځکه یې خرابه کړې ده.
په همدې حال کې د بیړنیو حالاتو پر کمېټې او له طبعي پیښو سره د مبارزې پر اداره دا انتقادونه کیږي، چې په هېواد کې یي سیلاب ځپلو خلکو ته ځان نه دی رسولی، موږ نن پر همدې موضوع خبري کوو او د نن ورځې د بحث مېلمانه مو دي:
۱- له طبیعي پیښو سره د مبارزې د ادارې د پالیسۍ رئیس انجینر محمد صدیق حسني.
۲- له ولسي جرګې نه د خلکو دوه استازي ښایسته باز ناصري او نواب منګل.
۳- د کابل پوهنتون استاد پوهیالۍ وفا الرحمان وفا.