د ازادۍ راډیو درنو اوریدونکو زموږ د دې اونۍ بحث ته چې زه نسیم شفق یې وړاندې کوم ښه راغلاست.
په دې بحث کې د ټاپي یا د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ترکمنستان د ګازو د پاپ لاین د پروژې په اړه خبرې کوو.
دا پروژه د ترکمنستان، پاکستان او هند ترڅنګ د افغانستان لپاره هم ډیره ګټه لري، که چیرې عملي شي نو زرګونه تنه افغانان به په کې کار وکړي او د شپږو زرو په شاه خوا کې امنیتي کسان به یي امنیت ټینګ کړي.
د شوي تړون له مخې افغانستان، پاکستان او هند په دې پروژې کې یو شانته حقوق لري، دا پاپ لاین چې ټول کابو اولس سوه پنځه دیرش کیلومټره اوږدوالی لري شاه خوا اوه نیم سوه کیلومټره یې د افغانستان په خاوره کې غځیږي.
ویل شوې، چې افغانستان ته هرکال د دې پروژې څلور نیم سوه ملیونه ډالره ګټه رسیږي او له ګازو څخه یې هم ګټه پورته کولای شي.
خو په دې وروستیو کې یوه ستونزه، چې د دې پروژې د تطبیق پر وړاندې ښکاري هغه د ایران له خوا د خنډونو جوړول دي، ځکه ایران غواړي چې خپل طبیعي ګاز پر پاکستان او هند وپلوري.
په عین حال کې ویل شوي، چې پاکستان هم په دې وروستیو کې هڅه پیل کړې چې افغانستان د ټاپي له پروژې څخه وباسي او د خپلو سیاسي اهدافو لپاره په دې کوښښ کې دی چې دا نل لیکه د ایران له لارې بلوچستان ایالت ته وغځوي او ټاپي په ټي پي بدله کړي.
خوافغانستان وایي، چې د شوي تړون له مخې باید دا پاپ لاین د افغانستان له لویدیځو ولایتونو څخه تیر او د پاکستان بلوچستان ایالت او بیا ملتان ښار او له هغه ځایه د هند شمال خیتځ ښار فاضیلکا ته وغځول شي.
په دې بحث کې له خپلو میلمنو سره د دې پروژې پر اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو ګټو او دغه راز د دې پروژې پر وړاندې د پرتو خنډونو په اړه خبرې کوو.
را سره میلمانه دي:
۱- د ولسي جرګې د نړېوالو اړیکو د کمیسیون غړی سید اسحاق ګیلاني.
۲- د کابل پوهنتون د اقتصاد استاد حمید الله فاروقي.
۳- د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند وحیدالله غازي خیل.