خبرونه
پنځو مخ په وده هېوادونو پرون په نوي ډيلي کې غونډه وکړه
هند، چین، برازیل، روسیه او جنوبي افریقا چې په برېکس ټولنه کې شامل دي د نړۍ په سلو کې پنځوس نفوس لري او د نړۍ د اقتصادي تولید پنځمه برخه جوړوي.
د بریکس ټولنې مشرانو پرون په نوې ډېلي کې د خپلې سرمشریزې په پای کې په یوه اعلامیه کې توافق وکړ چې خپلو اتباعو ته د پانګې برابرولو په مقصد به یو نوی انکشافي بانک جوړوي.
دوی همداراز توافق وکړ چې په خپلو کې سوداګري او راکړه ورکړه د ډالرو او یورو پرځای په خپلو پولي واحدونو کوي.
په سیاسي ډګر کې د بریکس پنځو غړو د ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرداری ورکړ او په سوریه کې یې د کړکېچ د سوله ییز حل غوښتنه وکړه.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د بلاروس ولسمشر: اوس پر امریکا پوتاشیم لرونکې مالګه پلورو
د بلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشنکو وايي، هېواد یې اوس پوتاشیم لرونکې مالګه چې د کیمیاوي سرې په جوړولو کې کارېږي، پر امریکا پلوري.
د بلاروس دولتي خبري اژانس «بلتا» د جمعې په ورځ د «سنبلې په ۲۰مه» دا خبر خپور کړی دی.
د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، بلاروس چې د روسیې نږدې متحد دی، د ډېرو لوېدیځو هېوادونو لهخوا له بندیزونو سره مخ دی، خو له امریکا سرهیې اړیکې تېر کال، د څو سیاسي بندیانو له خوشې کېدو وروسته، یو څه ښې شوې دي.
امریکا د بلاروس له لوري د یوه سیاسي بندي له خوشې کېدو وروسته د تېر کال په ډسمبر کې ویلي و چې پر بلاروس به د پوتاشیم لرونکې مالګې بندیزونه لغوه کړي.
پوتاشیم لرونکې مالګه د کیمیاوي سرې له مهمو موادو څخه ده.
کابل کې ۴۰۰ ورزشکارانو د شاوخوا ۱۰ کیلومتره ځغاستې سیالۍ کې ګډون وکړ
شاوخوا ۴۰۰ ورزشکارانو د جمعې په ورځ د «سنبلې په ۲۰مه» په کابل کې د ځغاستې په یوه سیالۍ کې ګډون وکړ.
ورزشکارانو د دارالامان له ماڼۍ څخه تر غازي لوبغالي پورې شاوخوا ۱۰ کیلومتره واټن په منډه وواهه.
د کورنیو رسنیو د راپورونو له مخې، په دې سیالۍ کې مجتبی فقیرزاده لومړی، محمد بشیر دوهم او محمد شریف یعقوبي درېیم مقام خپل کړ.
د ځغاستې په دې سیالۍ کې هېڅ ښځې یا نجلۍ ګډون نهو کړی.
انتونیو ګوتیرش: په امریکا د سپتمبر د یولسمې بریدونه «پر بشریت برید» و
د ملګرو ملتونو سرمنشي، د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو د ۲۵مې کلیزې په مناسبت دغه بریدونه «پر بشریت برید» وبلل او د قربانیانو له کورنیو سره یې خپله خواخوږي څرګنده کره.
انتونیو ګوتیرش دهغو ژغورونکو د زړورتیا ستاینه هم وکړه چې له بریدونو وروسته هغه مهال سمدلاسه دخلکو مرستې ته ورغلل.
۲۵ کاله مخکې ، د القاعده شبکې لخوا دغو تروریستي بریدونو کې چې دامریکا تاریخ یې بدل کړ هغه مهال شاوخوا ۳ زره کسان ووژل شول.
هغه مهال د څلورو تښتول شویو مسافر وړونکو الوتکو په وسیله په نیویارک کې د نړیوالې سوداګرۍ او واشنګتن کې دامریکا دفاع وزارت په ودانۍ بریدونه وشول. یوه بله الوتکه مخکې لدې چې هدف ته ورسیږي د پنسلوانیا په ایالت کې نسکوره شوه.
په دغو بریدونو کې د القاعده شبکې ۱۹غړو چې ۱۵ کسه یې د سعودي عربستان اتباع وو لاس درلوده.
په هغه وخت کې د دې ډلې مشر اسامه بن لادن په افغانستان کې اوسېده.
ژیل برتران : د افغانستان د ټولنې د ټولو قشرونو ترمنځ خبرې اترې د دې هېواد لپاره یوازینۍ لار ده
د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې ځانګړي استازي، ژیل برتران، د خپلې دندې له پای ته رسېدو سره ویلي چې تر بل هر وخت اوس دې باور ته رسېدلی چې د افغانستان د ټولنې د ټولو قشرونو ترمنځ خبرې اترې د دې هېواد لپاره یوازینۍ لار ده.
هغه د پنجشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه وویل چې افغانې ښځې او ځوانان د هېواد د راتلونکي په جوړولو کې مهم رول لري.
برتران زیاته کړې چې افغانستان د اروپا لپاره اهمیت لري او د دغه هېواد په اړه د اروپايي ټولنې تګلاره له طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو یا د هغوی د رسمیت پیژندنې په معنا نه ده.
د لاهور عالي محکمې د افغان محصلانو په هکله د پاکستان د طبي شورا پرېکړه وځنډوله
پاکستاني رسنۍ راپور ورکوي چې د لاهور عالي محکمې د پاکستان د طبي شورا هغه پرېکړه ځنډولې چې له مخې یې افغان طبي محصلان باید خپل هېواد ته ستانه شي.
د جیو نیوز د راپور له مخې، دا حکم نن د یو شمېر افغان محصلانو د عریضې له ارزونې وروسته صادر شوی دی.
د پاکستان طبی شورا تیره دوشنبې افغان محصلان په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د زدهکړو له دوام څخه منع کړل.
شورا وايي چې دا پرېکړه د پاکستان د ملي پالیسۍ پر بنسټ شوې چې د طب په څېر حساسو مسلکي څانګو څخه د ټولو افغانانو ایستل اړین بولي.
دا پرېکړه د بښنې د نړیوال سازمان او د پاکستان د بشري حقوقو د کمېسیون په ګډون له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې ده.
شاوخوا ۸۰۰ افغان محصلان په پاکستان کې په طبي څانګو کې زدهکړې کوي.
په نړیوالو بازارونو کې تیلو بیه په تیرو درې نیمو میاشتو کې ترټولو لوړې کچې ته ورسیدله
د نړۍ په کچه د نفتو د بیو د لوړېدو په دوام کې ، د پنجشنبې په ماښام، د وږي ۱۹مه، د دې ستراتېژیک توکي بیه په تېرو درې نیمو میاشتو کې تر ټولو لوړې کچې ته ورسېده.
د برېنټ نفت بیه د امریکا د بازار د پای معاملاتو کې هربیرل تر ۱۰۹ ډالرو او ۹۷ سېنټو پورې لوړه شوه، خو د اسیا د بازارونو د معاملاتو پیل سره یوڅه بېرته راکمه شوه او د جمعې په سهار تقریبا ۱۰۵ ډالرو ته ورسیدله.
د تېرې یوې اوونۍ په ترڅ کې د نفتو بیه شاوخوا ۱۳ سلنه لوړه شوې ده.
په یمن کې د کورنۍ جګړې شدت او د حوثیانو له خوا د بندرونو او ستراتېژیکو ټاپوګانو د نیولو لورته پرمختګ، چې موخه یې د بابالمندب تنګي کنټرولول دي، او په ورته وخت کې د دې ډلې له خوا د سعودي عربستان د انرژۍ پر تاسیساتو د توغندیزو او بېپیلوټه الوتکو بریدونه، په وروستیو ورځو کې د نفتو د بیې د لوړېدو له مهمو لاملونو څخه ګڼل کېږي.
د دغو تحولاتو ترڅنګ، د امریکا او ایران ترمنځ پر یو بل د بریدونو دوام هم د سوداګرو اندېښنې زیاتې کړي دي چې امکان لري د نفتو په سمندري انتقال کې اختلالات دوام ومومي.
د ناروې د کډوالو د شورا مشر افغانستان سره د مرستو په دوام ټینګار کوي
د ناروی د کډوالو د شورا مشر،په هغه څه نیوکه کوي چې دی یې د افغان نجونو او ښځو د حقوقو په غوښتنه او د بشري مرستو په قطع کولو کې د هیوادونو "ریا کاري" بولي.
یان ایګلاند کابل کې د فرانسې خبري اژانس سره مرکه کې ویلي چې دوی هم د افغان نجونو او ښځو د زده کړو لپاره غوښتنه کوي خو په ټکو یې دا "ریا کاري" ده چې یو څوک له افغانستانه بهر په اروپايي پلازمینو کې په یوه سیمینار کې دا غوښتنه وکړي او په عین حال کې په افغان نجونو او حتی د ابتدايي ښوونځیو په نجونو مرستې بندې کړي.
افغانستان کې د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي پورته د نجونو په زده کړو او تحصیلاتو بندیز لګولی دی.
په ۲۰۲۱ کال واک ته د طالبانو له ستنیدو وروسته افغانستان سره نړیوالې مرستې ډیرې کمې شوي دي او ملګري ملتونه وايی د تیرې اګست میاشتې ترپایه یې د ژوند ژغورونکو مرستو لپاره د مالي ملاتړ یوازې ۳۰ سلنه ترلاسه کړې ده.
د ناروې د کډوالو شورا د ښځو په شمول په افغانستان کې شاوخوا ۴۰۰ کارکونکي لري او له زیانګالو خلکو سره د خوړو ، زده کړو او سرپناه په برخو کې مرستې کوي.
ښاغلی ایګلاند وايي د بودجې د کموالي له امله دغه خیریه موسسه اړشوې چې د ښځو او ښځینه معلمینو په شمول خپل یو شمیر مرستندوی کارکونکې له دندو ګوښه کړي.
د سپټمبر د ۱۱مې له برید ۲۵ کاله وروسته؛ له امریکا تر افغانستانه د جګړو پیل
نن د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو ۲۵ کاله پوره کېږي.
دغو بریدونو چې په امریکا کې شاوخوا ۳ زره ملکي وګړي پهکې ووژل شول د دغه هېواد تاریخیې بدل کړ.
له نن ۲۵ کاله وړاندې د څلورو تښتول شویو مسافر وړونکو الوتکو په وسیله د نیویارک ښار په مرکز کې د نړیوالې سوداګرۍ دوه برجونه او په واشنګټن کې د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) ودانۍ په نښه شول.
یوه بله الوتکه هم له دې مخکې چې خپل هدف ته ورسېږي، په پنسلوانیا کې راوغورځول شوه.
د دغو بریدونو په پایله کې ټول مسافر او په ودانیو کې زرګونه امریکايي وګړي ووژل شول.
په دغو بریدونو کې د القاعدې شبکې ۱۹ غړو لاس درلود چې ۱۵ تنهیې د سعودي عربستان اتباع و.
امریکا د دغو بریدونو مسؤله د ترهګرې ډلې القاعده وبلله.
په هغه وخت کې د دې ډلې مشر اسامه بن لادن په افغانستان کې د طالبانو د هغه مهال د حکومت تر ملاتړ لاندې اوسېده.
امریکا ته د اسامه بن لادن د سپارلو په اړه د طالبانو مخالفت د دې لامل شو چې د هغه مهال د امریکا ولسمشر جورج ډبلیو بوش، د نړیوالې ټولنې په ملاتړ، په افغانستان کې پر طالبانو د پراخو بریدونو پلان جوړ کړي.
د امریکا په مشرۍ پوځي عملیاتو د طالبانو پنځه کلن رژیم نسکور کړ، خو اسامه بن لادن چې څو کاله پټ و د کلونو لپاره بالاخره د ۲۰۱۱ کال د مې په دوهمه نېټه د پاکستان په ایبټ اباد سیمه کې د امریکايي ځواکونو لهخوا ووژل شو.
د اوبو د مسؤلانه کارونې په اړه د طالب چارواکو ټینګار
د طالبانو حکومت د ریاستالوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي د اوبو د سرچینو د مدیریت په یوه غونډه کې د اوبو د مسؤلانه کارونې، د اوبو د ضایع کېدو په مخنیوي او د بندونو د جوړولو د بهیر پر چټکتیا ټینګار کړی دی.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر دولتي خبري اژانس راپور چې د دغو اقداماتو هدف د ښاریانو لپاره د اوبو دوامدار تأمین او د هېواد د اوبو د امنیت پیاوړتیا ده.
د طالبانو دغه پرېکړه په داسې وخت کې شوې چې د بریتانیا د ژغورنې نړیوالې کمېټې (ای ار سي یو کې) ویلي، ښايي کابل تر ۲۰۳۰ کال پورې لومړنی عصري ښار شي چې اوبهیې ختمېږي.
په همدې حال کې، د کابل یو شمېر اوسېدونکو ازادي راډیو ته ویلي چې د ځمکې لاندې اوبه تر دې کچې ټیټې شوي چې ان ځینې ژورې څاهګانې هم نورې کافي اوبه نهلري.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې هم په ۲۰۲۵ کال کې په یوه راپور کې خبرداری ورکړی و چې افغانستان د اوبو له کمښت سره مخ دی او شاوخوا ۳۳ میلیونه کسان په دغه هېواد کې د اړتیا وړ اوبو ته کافي لاسرسی نهلري.
د بخښنې سازمان: روسیه په زور او چلول د اوکراین جګړې ته سرتېري جذبوي
د بخښنې نړیوال سازمان (امنسټي انټرنشنل) وايي، روسیې د اوکراین په جګړه کې د بهرنیو اتباعو د جذب لپاره په ځینو مواردو کې له چل ول، زور او دروغجنو ژمنو کار اخیستی او دا بهیر په ډېرو مواردو کې د «انسان قاچاق» ګڼل کېدای شي.
د بشري حقونو دغه سازمان په خپل راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ د «سنبلې په ۱۹مه» یې خپور کړ، وايي چې په اوکراین کې یې د جګړې په دوو بنديخانو کې له ۱۲ څخه د ډېرو بهرنیو اتباعو سره مرکې کړې دي.
په دغو کسانو کې د کولمبیا، کیوبا، مصر، سومالیا او سویلي افریقا اتباع شامل و.
د بخښنې نړیوال سازمان په وینا، له مرکه شویو کسانو څخه یوازې درې تنه هغه مهال چې قرارداد یې لاسلیک کاوه په دې خبر و چې دوی به په اوکراین کې د جګړې لپاره ولېږل شي.
ځینو نورو ویلي چې دوی ته د لوړو معاشونو، امتیازونو او حتی د روسیې د تابعیت د ترلاسه کولو ژمنې ورکړل شوې وې، خو دغه ژمنې په بشپړه توګه عملي نهشوې.
د بخښنې نړیوال سازمان عمومي منشي اګنېس کالامار ویلي چې په دغو مواردو کې د «استثمار او زور» کچه د دې لامل شوې چې دې نتیجې ته ورسېږي چې ډېرې دغه پېښې د ملګرو ملتونو د پالرمو پروتوکول د تعریف له مخې د انسان قاچاق ګڼل کېږي.
امنسټي انټرنشنل وايي چې په روسیه کې یې د څېړنو د ترسره کولو امکانات ځکه نهدرلودل چې د ۲۰۲۵ کال له مې میاشتې راهیسې یې په دغه هېواد کې په فعالیتونو بندیز لګېدلی دی.