د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۱۲

د سنوکرلوبه ډیر ذهني فعالیت غواړي-د کب ۶مه

انسان د خپلې انساني مینې، روادارۍ، شرافت، عزت او خلوص له کبله خدای پاک اشرف المخلوقات بللی، چې د انسان همدا ځانګړنې هغه له نورو مخلوقاتو بیلوي.

په يوه متل کې څه ښه وايي چې، ښه خوی به دې سلطان کړي او بد خوی به دې په ځان پسې حیران کړي او یو بل متل کې وايي چې، ښه مو له پامه بد مه کړې او بد له پامه ښه،خو چې کله د چا ښه له پامه بد او بد له پامه ښه شي، هغوي د ژوند په خوږو نشي پوهېدلی.

لوبې هم بد شی نه دی، خو ګټورې او بې ګټې پکې شته، له ځينو ګټورو لوبو که چیرې بدې ګټې واخيستل شي، هغه ګټوره لوبه هم چا ته ګټه نشي رسولی.

سنوکر هم يوه ذهني او ګټوره لوبه ده، خو که يوازې د يوې لوبې په بڼه ترسره شي، نه د قمار او شرطونو په موخه،سنوکر هم يوه ښه ذهني لوبه ده، خو ځینې ځوانان ترې سمه ګټه نه اخلي.

همدا راز د ځوانانو لپار د لوړو زده کړو وزارت له خوا د یوې نوې لایحې په اړه مالومات لرو، له دې وروسته يوازې هغه ځوانان په بهرنیو بورسونو کې د تلو حق لري، چې په کانکور ازموینه کې لوړې نومرې واخلي.

د سنوکر لوبې ماهران وايي، چې سنوکر له ګالف وروسته دویمه هغه ستونزمنه لوبه ده، چې ډیر ذهني فعالیت غواړي. دا لوبه په يوه ځانګړي میز چې ۶ سوري لري، د ۲۲ سنوکر توپونو او د همدې لوبې يوې ځانګړې لښتې چې کيو سټيک یې بولي په مرسته ترسره کيږي. هر توپ یې ځانګړې نومرې لري.

د لوګر ولایت اوسیدونکی محمدنعيم وايي، چې ګڼ ځوانان اوس په دې لوبه پیسې تړي او قمار وهي .

دی وايي، چې له ماشومانو نیولې تر لویانو پورې ټول ورته راځي، چې کله کله په کلب کې دننه د دوي ترمنځ شخړې هم رامنځ ته کيږي.

خو وحيد چې د کابل په نوي ښار کې سنوکر کلب لري وايي، چې د دوي په کلب کې هر ډول شرط تړل او قمار منع دي.

احمدشاه که څه هم سنوکر يوه ډیره ښه ذهني او نړېواله لوبه ګڼي، خو وايي چې ځوانان د دې پر ځای چې دا لوبه بدنامه کړي، باید په ښه ډول يې زده کړي او تر دې کچې په کې ځان ورسوي، لکه د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چې ځان ورساوه او خپل هېواد یې په نړېوالو وپېژانده.

د سنوکر فدراسيون د افغانستان د اولميپک ملي کميټې په چوکاټ کې فعالیت کوي، د نوموړي فدراسيون مشر محمدعزيز اعظمي وايي چې د دوي له خوا د هېواد په ټولو سنوکر کلبونو کې هر ډول شرط تړل او قمار وهل منع شوي دي او په دې اړه دوي يوه ځانګړې لایحه هم لري، چې په کې ویل شوي له اتلسو کلونو کم عمر لرونکي ځوانان نشي کولی هلته لوبه وکړي او دغه کلپونو باید د کورونو، جوماتونو، ښوونځیو تر څنګ هم وانه ووسي او هر ډول قمار، شرط تړل او سیاسي بحثونه په کې منع دي.

ځوانانو د سنوکر لوبه بې له کوم روزونکي زده کړې او ترسره کوي یې، خو د سنوکر کلبونو ځینې مالکان وايي چې که چېرې د يوه روزونکي تر نظر لاندې ځوانان وروزل شي، نو هم به دا لوبه په اساسي ډول زده کړي او هم به په نړېوالو سیالیو کې ګډون وکړای شي.

خو محمدعزيزاعظمي وايي، چې په نږدې راتلوونکي کې به دې موخې ته ورسيږي.

د کانکور د ازموینې له لارې به د بورسونو برخلیک معلوم شي:

حديث شريف دی، وايي چې علم تر لاسه کړه، که هغه په چین کې هم وي. نو که ګڼ ځوان د لوبو په برخه کې له هېواده بهر د ځان او د خپل هېواد نوم ځلول غواړي، نو داسې ځوانان هم لږ نه دي، چې غواړي د علم تر لاسه کولو لپاره له اووه سیندونو او غرونو واوړي.

شمع چې کوم ځای بليږي، پتنګان هم پسې ورځي، په تیرو زمانو کې به ځوانان له نورو هېوادونو د زړه کړې لپاره افغانستان ته راتلل، خو اوس افغان ځوانان د علم په رڼا پسې له هېواده بهر تګ ته زړه ښه کوي.

موخه مو بورسونه دي، ښايي تاسې به هم له هغو ګیله منو ځوانانو وئ، چې فکر کوي، بورسونه يوازې د هغو ځوانانو لپاره دي، چې واسطه، پيژندګلوي او یا هم پیسې ولري، خو دا ګیله به نوره ځکه نه کيږي، چې د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت په دې برخه کې یوه نوې کړنلاره(طرزالعمل) جوړه کړې، چې له دې کړنلارې سره سم یوازې هغه ځوانان په بهرنیو بورسونو کې د تګ حق لري، چې په کانکور ازموينه کې یې لوړې نومرې اخيستي وي.

د دې کړنلارې په اړه راته د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معين بری صديقي وايي چې د دغو بورسونو د ورکړې لپاره په هر ولایت کې د کانکور په ازموينه کې د ګډونکوونکو شمېر او د نومرو فیصدي په پام کې نیول کيږي او ځينو وروسته پاتې ولایتونو او په خاصه توګه نجونو ته په دې برخه کې ځانګړی امتیاز ورکړل شوی دی.

ځينې زده کوونکي ځوانان د لوړو زده کړو وزارت له دې کړنلارې ځکه خوشاله دي، چې له دې وروسته به وکیلان او ځینې نور لوړ پوړي چارواکي د واسطو په زور د خپلې خوښې کسان په بورسونو کې نه لیږي، بلکې حق داره ځوانانو ته به خپل حق رسيږي.

لیلمی چې د لغمان اوسیدونکې ده، اوس هم دا وایره لري، چې دلته د چا قابليت او وړتیا ته نه لیدل کيږي، هغه وايي چې لومړۍ په کانکور ازموينه کې ګڼ ځوانان چې ښې نمرې یې هم اخيستي وي، بې نتيجه پاتې کيږي او وايي چې که څوک واسطه ولري هغه په هره برخه کې کامیابیدلی شي.

خو بری صديقي وايي، چې د کانکور پروسه یو شفافه پروسه ده او له هيڅ ډول درغلي او لاسوهنه پکې نشي کیدلی.

تاندې څانګې هره شنبې او دوشنبې د ورځې له خوا له ازادۍ راډیو خپريږي، چې نورګل شفق یې جوړوي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:14:15 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG