د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۱۱

موسيقي د انسان له فطرت سره تړلی؟

خو افغان ځوانان اوس هره شېبه په دې هڅه کې دي، چې د خپلو فکرونو نړۍ بدله کړي او د نړۍ د وتلو ځوانانو سرلاري شي.

که هغه د علم او زده کړې برخه وي، که د لوبو ډګر وي او که د نورو هنرونو پنځول وي.

موسيقي هم يو هنر دی، يو ښکلی هنر...يو داسې هنر چې د انسان له فطرت سره تړلی دی.

که نړۍ پرمختګ کړی، نو موسيقۍ هم ځان وروسته نه دی پریښی، ځکه نو افغان ځوانان هم غواړي چې خپلې موسيقۍ ته يوه نوې جامه ور واغوندي.

وايي، چې تر څو ځان ونه پيژنې خدای نشې پيژندلی، خو که ځان ته ځیر شې، د خپل زړه غږ واورې او خپلې وړتیاوې راوسپړې نو ښايي پوه شې، چې له څومره کمالونو او هنرونو ډک یې.

رباب هم که په کوم تاک کې ايښی وي نو ګونګ دی، خو که ربابچي یې تارونه وچیړي نو غږ یې ووځي او يوه نغمه جوړوي.

د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټيټوټ هم ځينې ځوانان له خپلو وړتیاو خبروي او روزي یې، چې له لنډې مودې راهيسې ګڼ شمېر ماشومان، تنکي ځوانان او ځوانان د موسیقۍ په برخه کې روزي، دغه انسټټيوټ کله او د چا له خوا جوړ شوی، په دې اړه د نوموړي انسټټيوټ بنسټ ايښودونکی ډاکټر احمدناصر سرمست مالومات وايي:

(د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټټيوټ د پوهنې وزارت د انکشافي پروګرامونو له ډلې څخه دی، چې په ۲۰۰۸ کال کې پرې کار پيل شو او په ۲۰۱۰ کال کې په رسمي ډول د نړېوال بانک، د المان او هندوستان دولت، د انګلستان سفارت او د موسیقۍ ځینو ځانګړو موسسو په مالي مرسته ایجاد شو، چې له هغه وروسته د امریکا، فنلند، ډنمارک او د هالنډ سفارتونه هم د برټش کانسل او ګويته انسټټيوټ په ګډون د دغه انسټټيوټ د تمويلوونکو په ډله کې شامل شول. )

د سرمست پر واینا موسيقي يوازې هنر نه دی، بلکې موسيقي کولی شي، د يوې ټولنې او د يوه هېواد په وده او پياوړتیا کې هم ښه رول ولوبوي، سرمست وايي، چې د موسییقۍ په دغه انسټټيوټ کې ۲۰ کورني او بهرني مسلکي ښوونکي زده کوونکو ته زده کړه ورکوي، د روزنې لس کلنه دوره لري، چې له څلورم ټولګي یې ځينې زده کوونکي له ښوونځيو او ځينې یې هم د اشیانې موسسې له خوا جذب کړي چې تر څورلسم ټولګي پکې زده کړه کوي.د موسیقۍ په دغه انسټټيوټ کې ځوانان، تنکي ځوانان او ماشومان موسيقي زده کوي.

څه موده وړاندې د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټټيوټ له خوا د افغاني موسيقۍ دوهم کلنی ژمنی جشن جوړ شو، چې د پوهنې وزارت وزیر او مسولينو تر څنګ په کې د بېلابېلو سفارتخانو کارکوونکو، ګڼ شمېر بهرنیو او کورنیو هنرمندانو او د نوموړي انسټټيوټ زده کوونکو ګډون کړی و.

د پوهنې وزیر فاروق وردګ د خپلې وینا پر مهال وویل، چې ډیر خوشاله یم چې اوس په افغانستان کې هم موسيقي د پوهنې وزارت په چوکاټ کې په مسلکي ډول زده کول کيږي.

د دغه انسټټيوټ مسول داکټر سرمست وايي، چې موږ په کال کې دوه دغسې لویې غونډې جوړوو، چې په کې خپلې هغه لاس ته راوړنې نندارې ته وړاندې کوو، چې د کال په اوږدو کې مو ترلاسه کړي وي.

سونم په نوموړي انسټيټوټ کې د ويلون او رباب زده کوونکې ده، چې د غونډې په ورځ یې ویلون وغږاوه، هغه وايي چې که په راتلوونکې کې غواړم يوه ښه او مسلکي هنرمنده شم او یا هم د موسیقۍ ښوونکې واوسم.

محمد نادر وهاب د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټټيوټ يو ښوونکی دی، دی وايي چې له بهرنیو ښوونکو سره په ګډه د افغاني موسيقۍ لپاره کار کوي او ځوانان روزي.

د سهار له اتو بجو د مازدیګر تر څلورو بجو زده کوونکو ته درس ورکوي او ځینې نورې اسانتیاوې یې هم ورته برابرې کړي دي

عزيز احمد چې د غونډې يو ګډونکوونکی و، ډیر خوشاله و، ویل یې چې ما هيڅ فکر نه کاوه، چې په خپل هیواد کې به هم داسې ځوانان ولرو، چې له نړیوالو معیارونو او کچې سره سم موسيقي غږوي.

استاد حسین ارمان چې د موسیقۍ په غونډه کې یې ګډونوالو ته يوه سندره هم وړاندې کړه، وویل چې موسيقي د یو دوو ورځو خبره نده، ډیر وخت او ډیر کار ته اړتیا لري او له ځوانو هنرمندانو یې وغوښتل چې خپلې افغاني موسیقۍ ته ډیره پاملرنه وکړي.

د افغاني موسيقۍ يو بل استاد قاسم رامشګر هم د موسیقۍ په برخه کې داسې غونډې ډیرې ښې وبللې او د موسیقۍ دغه انسټټيوټ یې يو داسې مثال وباله چې د افغاني موسیقۍ په پیاوړتیا کې ډیر څه کولی شي.

تاندې څانګې نورګل شفق جوړوي چې هره شنبې او دوشنبې له ازادۍ راډيو خپريږي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:14:42 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG