د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۱۲

ځوانان کومې موزې په پښو کوي؟

اوس داسې ځوانان په افغانستان کې هم شته، چې له ښکلیو او قيمتي کاڼو زينتي توکي جوړوي. خو لومړۍ دا چې د ژمي او واورو په موسم کې ځوانان څه ډول موزې په پښو کوي؟

په واوره کې خو ځینې ځوانان له ښوېدلو خوند اخلي، خو چې کله لارې ګودرې يخ شي، نو بیا دا وېره هم ورسره پيدا کيږي، چې چیرې یې پښه ونه ښويږي او ونه لویږي.

خو څه وايي چې که غر لوړ دی هم په سر یې لار شته...نجونې د تېره نوک ډول پوندو بوټان په پښو کوي او هلکان داسې بوټان چې د تلیو جرۍ یې غټې غټې وي. خو د دې لپاره چې پښې یې په ژمي کې له يخنۍ خوندي واوسي جګې جګې موزې په پښو کوي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:13:55 0:00
مستقیم لېنک


تاندې څانګې خپرونه په کابل کې نورګل شفق جوړوي، چې له ازادۍ راډیو څخه هره شنبه او دوشنبه خپريږي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG