د آزادۍ راډیو درنو او محترمو اوریدونکو!
لس کاله مخکی آزادۍ راډیو خپلې خپرونې د افغانستان دپاره یواځې څو اونۍ وروسته له هغه پیل کړې چې په هیواد کې د مطبوعاتو ټولې دروازې تړل شوې وې او یواځنۍ رسنۍ د طالبانود شریعت ږغ راډیو وه چې یواځې یې څو ساعته خپرونې کولې.
د بشری حقونو په نړیوالې اعلامیې کی راغلي د فکر او عقیدې د بیانولو آزادی د هر چا حق دی او هر څوک کولای شی په آزاده توګه خپل معلومات او نظریات د هرې رسنی له لاری چې یې غوښتې وی د نورو سره شریک کړي.
همدا شان معلوماتو ته لاسرسی د هر انسان بشری حق دی. د همدې دیموکراتیکو اصولو په رڼا کې آزادي راډیو په افغانستان کې نوی دیموکراتیکو بدلونونو ته په پام د هیواد دپاره د یوې نوی او پرمختللی میدیا اساس کښیښود چې د عصر غوښتنو ته ځواب ووایی او د ولس د معلوماتو تنده ماته کړی.
د هیواد په سیاسی او ټولنیز ژوند کی برخه اخیستل د بیان د آزادی په شان د ولسونو حق او د دیموکراسی غوښتنه ده.
آزادی راډیو له لومړی سره د داسی پروګرامونو د جوړولو په فکر کې وه او ده چې د هیواد، سیمې او نړۍ د ورځنی پیښو او حالاتو په هلکه د پروخت، موثقو او بی لوری معلوماتو د ورکولو تر څنګ، ولس ته د هیواد په سیاسی او تولنیز ژوند کې د نظر د څرګندولو زمینه برابره کړي.
په تیرو څو کلونو کې آزادى راډیو د آزادۍ په څپو او تر شنه آسمان لاندې اونیزو ژوندیو خپرونو له لاری د مهمو سیاسی، اجتماعی او اقتصادی بحثونو او د خلکو د پوهاوی د سطحې د لوړولو ترڅنګ اوریدونکو ته د دې امکان ورکړ چې د هیواد د حالاتو په اړه په آزاده توګه خپل فکر او نظر، انتقاد او پیشنهاد د اوریدونکو او چارواکو سره شریک کړی.
همدا شان د آزادی او اوریدونکي او ولایت په ولایت اونیزې خپرونې، اوریدونکو ته دا زمینه برابره کړه چې په خپلو کلیو، ولسوالیو او ښارونو کې د ژوند د ستونزو په هکله خپل آواز اوچت اود چارواکو پاملرنه دې ستونزو ته راواړوي او د حل لارې چاری ولټوي.
په تیرو کلونو کې د زیات شمیر اوریدونکو ستونزې د همدې خپرونې له لارې د مسوولو چارواکو سره شریکی شوی او هوارې شوی . چې دا په حقیقت کې د راډیو له لاری د اجتماعی خدماتو تر سره کول دی.
د آزادی راډیو د ورکو شویو عزیزانو د خپرونې له لارې هم زموږ یو زیات شمیر هیوادوالو خپل ورک شوی عزیزان بیا وموندل او د خپلو کورنیو سره یوځای شول.
د هرې ټولنې په پرمختګ کې د ځوانانو رول مهم دی. آزادی راډیو هم دې حقیقت ته په پام هڅه کړې په نوي فکراو نورو خپرونو کې د ځوانانو د پوهاوی او سیاسی شعور د سطحې د لوړولو دپاره کار وکړی.
د بشری حقونو او په خاصه توګه د ښځو د حقوقو څحه دفاع او پدې اړه د خلکو د پوهاوی لوړول د آزادي راډیوپه خپرونو کې ځانګړی ځای لری او هڅه شوې د اختصاصی پروګرامونو لکه نیمه نړى، کورکلی او ځانګړو راپورونو له لاری په هیواد کې د وروسته پاتو دودونو، مضرو رواجونو او ذهنیتونو د له منځه وړلو سره مرسته وکړي.
نن د آزادى راډیو فعالیتونه یواځی راډیویی خپرونې ندي، بلکې اوریدونکي کولای شي د موبایل ټليفون د خدماتو له لارې د خبرونو سرلیکونه تر لاسه کړي. دا خدمات د اتصالاتو شرکت له لارې وړاندې کیږي.
همداشان آزادي راډيو د همدې شرکت په مرسته د لومړي ځل لپاره په هېواد کې د ولسي ژورنالیزم اساس کېښود. په دې معنی چې اورېدونکي له خپلو سیمو څخه د اس ام اس له لارې آزادۍ راډیو ته د پېښو په اړه خبر ورکوي او د دې راډیو خبریال کېږي.
له بلې خوا د اتصالاتو شرکت په مرسته د آزادۍ راډیو خبرونه او نور مطالب د اورېدونکو په لاسي ټلفونونو کې لوستل کېدای شي. سربېره پردې د آزادۍ راډیو د وېبپاڼې کتونکي هم د هرې ورځې په تېرېدو سره نور هم زیاتېږي.
آزادۍ راډیو ته د اورېدونکو له خوا د ورځې د سلهاوو پیغامونو، اېمېلونو او لیکونو لېږل دا څرګندوي چې دې راډیو د افغان ولس په زړونو کې ځای نیولی او د اورېدونکو د معلوماتو لپاره تر ټولو باوري مرجع ده.
هسې چې په واروار مو ویلي دي، دا راډیو د کوم حکومت، یا ډلې پلوي نه کوي بلکې خلکو ته د بې لورو، موثقو او پر وخت معلوماتو ورکول خپل رسالت بولي.
زه د آزادی راډیو د یو مسوول په توګه تاسو محترمو اوریدونکو ته ډاډ درکوم چې دا راډیو به په راتلونکی کی هم د همدې اصولو په رڼا کې خپلو خپرونو ته دوام ورکړي او د نویو پروګرامونو په وړاندې کولو سره به تل ستاسو په خدمت کې یو.