د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۵ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۵۷

م.م:ایران دې د هرمز تنګي د بندولو له ګواښو نه لاس واخلي


د ملګروملتونو سرمنشي بانکي مون د ایران د اټومي لانجې له ټولو ښکېلو اړخونو څخه د کړکېچ د کمولو غوښتنه کړې ده.

ښاغلي بان کي مون له ایران څخه غوښتنه وکړه، چې د هرمز تنګي د بندولو له ګواښونو څخه دې لاس واخلي:

"د هرمز تنګی د نړېوالې سوداګرۍ او تجارت لپاره یوه ډیره مهمه سیمه ده.

د نړېوالو اوبو د قانون له مخې باید په ازادو اوبو کې د کشتیو لپاره د خلاص مسیر د ساتلو درناوی وشي."

په عرب خلیج کې د هرمز تنګی د نړۍ د تېلو شریان بلل کېږي، ده وویل، زه په عین حال کې له ښکېلو اړخونو څخه غواړم چې لومړی خو دې دا کړکېچ شنډ کړي او زیاته یې کړه چې دا ناندرۍ هېڅ راز ګټه نه لري.

د ملګروملتونو سرمنشي په عین حال کې له ایران څخه وغوښتل، چې د ملګروملتونو د اټومي انرژۍ له ادارې سره همکاري وکړي.

له بلې خوا د پیسو نړېوال صندوق پرون ناوخته خبرداری ورکړ، چې د هرمز تنګي د بندېدو په صورت کې به د یو بېرل تېلو په بیه کې څه باندې دېرش ډالره زیاتوالی راشي.
XS
SM
MD
LG