د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۵ تله ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۰۹

یوې ایرانۍ ممثلې د خپل بربنډ اندام په ښودلو سره په نړۍ کې هنګامه جوړه کړه


ګلشفته فراهاني
ګلشفته فراهاني
ګلشفته فراهاني چې په یوه فرانسوۍ مجله کې یې بربنډ تصویرونه خپاره شول او وروسته دې په خپله دا تصویرونه په خپله فېس بوک پاڼه کې کېښودل، د خپل جرات په خاطر له ستاینو سره، خو د ډېرې بېشرمۍ په خاطر له سختو انتقادونه سره مخامخ شوه.

مېرمن فراهاني چې تېرکال له ایرانه ووتله او بیرته خپل هېواد ته نه ده ستنه شوې رسنیو ته ویلي، د ایران د کلتور او اسلامي لارښوونو د وزارت یوه مقام ورته وویل، چې ایران ښځینه ممثلینو او هنرمندانو ته اړتیا نه لري، دا دې بېرته هېواد ته دې نه ستنېږي او خپله هنري وړتیا دې له ځان سره کوم بل ځای ته یوسي.

مېرمن فراهاني له دې مخکې د هالیووډ له نامتو هنرمند لېوناردو دې کاپریو سره د باډي اف لایز په نوم په یوه فلم کې هم کار کړی و، خو د وروستۍ رسوايۍ هنګامې هغه مهال پراخې شوې چې د دې بربنډه ویډیو او تصویرونه د مادام لې فیګارو په نوم په فرانسوۍ مجله کې خپاره شول.

په دې تصویرونو کې چې په یوټیوب انټرنېټ پاڼه کې هم خپور شوی ګلشفته فراهاني له نورو ښځینه او نارینه ممثلینو سره یوځای په داسې حال کې لیدل کېږي چې خپل کمیس باسي.

د ګلشفته دا تصویرونه ډېرژر په فارسي ژبو ویبپاڼو کې خپاره شول او ورسره د فردي آزادیو، د ښځو د حقونو او په ایران کې پر ښځو د لګول شویو قیوداتو په اړه پراخ بحثونه او مناظرې پیل شوې ځکه په ایران کې چې اسلامي رژیم پر ښځو د جامو سخت قیودات لګولي او مېرمنو ته اکثراً د نارینه د ملکیت په سترګه کتل کېږي، او ښايي په همدې دلیل په جرمني کې دېره ایرانۍ مریم میرزا ګلشفته ستايي:

(د دې تصویر مې چې ولید لومړنۍ خبره چې مې وکړه دا وه چې آفرین ګلشفتې ځکه د خپل ځان په بربنډولو سره یې وښوده چې د دې بدن د دې خپل دی.

پر موږ له کلونو راهیسې ظلم روان دی او دولتي پولیس راته وايي چې څه ډول جامې واغوندو او څنګه سلوک وکړو، خو دا دی یوه ښځه په خپله وايي چې دا زما حق دی.)

کله چې مېرمن فراهاني د جنوري په اولسمه په خپله فېس بوک پاڼه کې خپل بربنډ تصویر پرلیکه کړ، ځینو کسانو یې ځکه ستاینه وکړه چې د لومړي ځل لپاره یې په مسلمانو مېرمنو کې پخواني رسمونه مات کړل، خو ټول دومره خواخوږي نه وو.

یو لوستونکي ولیکل، تا زه سخت خواشینی کړم، خپل هېواد او خپل بدن دې په پیسو وپلوره، او دا د یوې ایرانۍ ښځې لپاره ستر شرم دی.
د فارس په نوم نیمه دولتي خبري آژانس چې له سخت دریځي سپاه پاسداران انقلاب ځواک سره اړیکي لري مېرمن فراهاني په فحشا او د ځان ته د پام اړونې لپاره د خپل عفت په پلورلو تورنه کړه.

آژانس لیکي، د دې ممثلې تقدیر چې د هالیووډ لپاره یې خپل هېواد پرېښود، له بداخلاقۍ پرته بل هېڅ هم نه دی.

ګلشفته فراهاني په ۲۰۰۸ کال کې، له اسلامي حجاب پرته په باډي آف لایز فلم کې د رول لوبولو له وجې له سختو انتقادونو سره مخامخ شوه.

د فراهاني ځینې پلويان هم وايي چې ایرانۍ ټولنه ډېره محافظه کاره ده او د دې ډول تصویرونو او ویډیوګانو منلو ته لا نه ده چمتو.

یوې تهرانۍ مېرمنې چې هویت یې نه دی معلوم آزادۍ راډیو ته په خپل ایمېل کې لیکلي، حتی د ایران په منوره او لوړه منځنۍ طبقه کې هم نارینه خپلو مېرمنو ته وايي چې دا ډول یا هغه ډول جامې مه اغونده چې بدن دې ترې ښکاري، نو د ښځې بربنډېدل حتی که په یوه هنري فلم کې د رول لوبولو په مقصد هم وي هضمول یې په ایران کې ګران کار دی.
XS
SM
MD
LG