د افغانستان د معارف سيسټم ورځ تربلې د وروسته پاته کېدو په درشل کې دی. په مکتبونو کې د معارف د چارواکو د نه توجه له امله مجاني درس ختميدونکی دی او هغه خلک چې اقتصادي وضع يې سمه نه ده، نه شي کولای چې اولادونه يې په شخصي مکاتبو کې درس ولولي او په دې توګه اينده نسلونه د سواد له برخې محروم پاته کېږي.