د ډسمبر پر يوولسمه (د ليندۍ پر ٢٠مه) د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د شل اووريزو سياليو په پايلوبه کې په نيپال کې د هانک کانګ له ټيم سره لوبه وکړه، د افغانستان ملي ټيم خپل سيال ټيم ته د ١٢٥ منډو هدف وټاکه، د هانګ کانګ ټيم وروسته بېټنګ پيل کړ او دغه لوبه شېبه مخکې د افغانستان په ګټه پايته ورسېده.
د افغانستان د کرکټ ملي ټيم تر دې مخکې پنځو هېوادونو ماليزيا، عمان، بوتان، مالديف او نيپال ته ماتې ورکړي. افغانستان تر ټولو سخته ماتې نيپال او بوتان ته ورکړې. افغانستان په دغو لوبو کې اتل شو.
په دې باب د نغمې تازه سندره د اوونۍ د سندرې په توګه ټاکل شوې، چې د کرکټ ملي لوبغاړو ته يې ويلې ده.
دا سندره په کيڼ اړخ کې واورئ.