د ١٩٩١م کال د ډسمبر پر اتمه د روسيې، اوکراين او بيلاروس چارواکو يو تړون لاسليک کړ، چې پر اساس يې شوروي اتحاد په رسمي ډول منحل اعلان شو.
د ازادې اروپا/ ازادۍ راډيو د شوروي اتحاد د دړې وړې کېدو د شلمې کاليزې کيسه د يوې ځانګړې انلاين پروژې په مرسته کوي، چې د يوې امپراتورۍ د زوال په باب د عادي او کليدي کسانو په زړه پورې خاطرې کيسې په کې دي.
له جنرال برنټ سکاوکرافت سره مرکه:
د شوروي اتحاد د ړنګېدو پر مهال يو مهم تصميم نيوونکى د امريکا د ملي امنيت سلاکار جنرال برنټ سکاوکرافت و.
د ازادې اروپا/ ازادۍ راډيو خبريالې هدرماير (Heather Maher) د شلو کلونو مخکې شرايطو په اړه هغه وخت چې شوروي اتحاد ړنګ شو، د امريکا د ملي امنيت له پخواني سلاکار جنرال برنټ سکاوکرافت سره مرکه کړې ده.
لومړى يې ورڅخه د هغه مهال د پېښو په اړه د هغه مهال د ولسمشر جورج، اچ، ډبلو بوش د دريځ په اړه پوښتنه کړې، چې په دې باب د امريکا په اداره کې دننه ځينې اختلافات موجود وو.
کله چې کې جې بي تاسو ته د لېونو خطاب کاوه
هغه څوک چې په پخواني شوروي اتحاد کې ور ته ژوند کول ښه نه بریښیدل غوښتل يي چې هغه ځای پریږدي او نورو هېوادو ته پناه یوسي، نو هغه کسان به د رواني ناروغیو د روغتون په نامه ځاى کې ساتل، په هغه روغتون کې له شکنجو او زیات تکلیفو وروسته په رښتیا هم لیوني کیدل.