د سعودي عربستان د استخباراتو پخواني مشر شهزاده ترکي الفیصل د سې شنبې په ورځ په واشنګټن کی وویل:
″په ایران برید به یو احمقانه اقدام وي او ویرجن نتایج به را مینځ ته کړي. نتیجه به یې داشي، چې د ایران حکومت به داټومي وسلې جوړولو ته لا مټې راونغاړي، د ایران د حکومت ولسي ملاتړ به پراخه شي، دغه برید به اټومي پروګرام به له مینځه لیرې نه کړي خو یواځې ځنډمن به یې کړي.″
د ایران د جنجالمنو اټومي هلوځلو په اړه کړکیچ روانه میاشت وروسته له دې زیات شو، چې د اټومي انرژۍ د څارنی نړیوالې ادارې د ایران په اړه خپل نوی رپوټ خپورکړ.
رپوټ وویل، چې ښکاري ایران د اټومي بم د جوړولو لپاره پټې هلې ځلې کوي.
په داسې حال کې چې د امریکا حکومت کوښښ کوي، چې په ایران باندې فشار زیات او نوربندیزونه هم ولګول شي، د اسراییلو رسنیو د ایران په اټومي تاسیساتو د بریدونو د امکان ډنډورې خپرې کړي.
د امریکا د جمهوري ریاست لپاره مخکښ جمهوري پلوی کاندید میت رومني د تیرې شبنې په ورځ وویل، چې دی به د ایران د اټومي وسلې د هلو ځلو د درولو لپاره د جنګ اراده هم وکړي.
جمهوري پلوي کاندیدان انتقاد کوي، چې جمهوررییس باراک اوباما د ایران په اړه یوه کمزورې پالیسی غوره کړې.
دوی وایي، چې د اوباما دغه پالیسي چې په ایران فشار واردوي او په عین وخت کې خبرې هم ورسره کوي موثره نه ده.
جمهوري پلوي وایي، د دې لپاره چې ایران اټومي وسله ترلاسه نه کړي، باید جدي اقداماتو ته مخه شي، د ایران د رژیم د مخالفینو ملاتړ باید وشي او په اټومي تاسیساتو یې بریدونه هم وشي.
خو د سعودي عربستان د استخباراتو پخواني مشر شهزاده ترکي د سې شنبې په ورځ وویل، چې پخوانی دغه شان بریدونه لکه هغه یو چې د عراق په اټومي تاسیساتو ترسره شو؛ وښودله، چې څومره نه اټکل کیدونکي نتایج رامینځ ته کوي.
ده وویل، چې ایران کیدای شي، د دغسې یو برید په مقابل کې د نړۍ په بیلابیلو سیمو کې په لویدیځو اهدافو غچ اخیستونکی بریدونه وکړي.
سعودي عربستان د ایران اټومي هلو ځلو او په نورو هیوادونو کې د تهران شکمنو لاس وهنو ته اندیښمن دی.
ویل کیږي، چې تهران په واشنګټن کې د سعودي عربستان د سفیر د وژلو او په بحرین کې د بریدونو په روستیو شکمنو پلانونو کې لاس لري.
خو ایران دغه تورونه په کلکه ردوي او وایي، چې د دغو تورونو مقصد دا دی، چې د سیمې هیوادونه له ایرانه وویرول شي.

ایران کیدای شي، د دغسې یو برید په مقابل کې د نړۍ په بیلابیلو سیمو کې په لویدیځو اهدافو غچ اخیستونکی بریدونه وکړي.
شهزاده ترکي