د تيرې شنبې په ورځ زموږ په ولسوالۍ کې د ملي اردو پوليسو او ملي امنيت له خوا کورونه تالاشي شول، چې په نتيجه کې يې يوازې دوه کالاشينکوف ټوپكونه او يو څودانې جاغوره د دوی لاس ته ورغللل او د دې په توريې پنځه تنه بې ګناه كسان نيولي، چې تراوسه بنديان دي. که چېرته دغه کسان راخوشي نه شي، زما په اند په دې منطقه کې به امنيت لاپسې خراب شي.