د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۴ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۱۰

رومان الكوزی – کندهار

كوم كسان چې د لويې جركې له جوړېدو سره مخالف دي، دا هغه كسان دي، چې د پرديو په لمسون يې د افغانانو د ژبني او سمتي اختلافاتو په نوم يې پر بې ګنا افغانانو دغه ځمکه دوزخ کړې وه.

د همدغو كسانو په ذريعه د نورو په لمسون د افغانستان ښارونه لوټ شول. پركلتور، مذهب، دين علما او پوهو كسانو باندې د همدغو كسانو په واسطه يرغل وشو.

نو زما د افغان ولس نه هيله دا ده، چې هيڅكله د دغو كسانو په خبرو باور ونه كړي، ځكه دوی ته افغانستان او د افغانستان ولس كوم ارزښت نه لري، بلکې دوی ته پيسه او واك ترهرڅه زيات ارزښت لري او د واك نه همدغه كسان ناوړې استفادې كوي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG