د پښتو ژبې تکړه سندرغاړې رابيا (رابعه) تبسم چې لا يې د عمر دېرش پسرلي بشپړ کړي وو او يوازې يو څو سندرې يې راوتلې وې، د ورپېښې ناروغۍ له کبله د روان ميلادي کال د اپرېل په وروستيو کې مړه شوه. مړى يې د هغې په پلرني ټاټوبي نوښار کې خاورو ته وسپارل شو.
تبسم که پر شونډو موسکا درلوده په خپل ژوند کې يې ډېرې ترخې ورځې ليدلې وې او ټول ژوند يې په غريبۍ کې تېر شوى و. ځکه خو د هغې درد او غم د هغې په دردوونکو سندرو کې احساسېږي.
د هغې په اواز کې يو عجيب درد پروت و، غموونکې او خواشينوونکې سندرې يې ډېرې ښې ويلې. دا اوونۍ يې يوه سندره د اوونۍ د سندرې په توګه درسره شريکوو.
دا سندره په کيڼ اړخ کې د (ږغ) له برخې واورئ