د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد د امریکا او اسراییلو د سخت دریځ پر وړاندې په عکس العمل کې پر واشنګټن تور ولګاوه، چې د ده د هېواد د بې اعتباره کولو او د ګاونډي سعودي عربستان او ایران ترمینځ د اختلاف زېږولو په مقصد دسیسې جوړوي.
احمدي نژاد له یوې مصرۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې چې نن خپره شوه وویل، امریکا د ایران له زیاتېدونکي پوځي قدرت څخه وېرېږي او زیاته یې کړه، ایران داسې پوځي قابلیت لري، چې د سیمې له بل هر هېواد څخه توپیر لري.
مصرۍ ورځپاڼه الاخبار د ایران د ولسمشر له قوله لیکي، چې وايي، د ایران قابلیت او پرمختګ د زیاتېدو په حال کې دی او ځکه کولای شي، چې له اسراییلو، لویدیځ او په خاص ډول له امریکا سره سیالي وکړي.
احمدي نژاد خبرداری ورکړ، چې د خپل هېواد پرضد هېڅ راز اقدام ته به اجازه ورنه کړي.
تمه کېږي، چې د ملګروملتونو د اټومي انرژۍ نړیواله اداره د لومړي ځل لپاره په روانه اونۍ کې د ایران د اټومي پروګرام په اړه یو ډېر مفصل راپور خپور کړي.
دا راپور په ایران کې د څېړنو پر بنسټ وايي، چې تهران د اټومي بم د جوړولو لپاره هڅې ګړندۍ کړي دي.
ایراني واکمن چې وايي، د اسراییل په نوم هېواد په نړۍ کې د ژوند کولو حق نه لري، دا تورونه چې ګنې ایران د اټومي وسلې د جوړولو نیت لري، ردوي او خبرداری یې ورکړی، چې د هرراز پوځي اقدام په وړاندې به، په خلیج کې پر اسراییلي او امریکايي اهدافو په حملو سره ځواب ورکړي.
له الاخبار سره په مرکه کې ولسمشر احمدي نژاد ټینګار وکړ، چې ایران اټومي وسله نه لري خو دا وینا یې یوځل بیا تکرار کړه، چې اسراییل به خامخا له مینځه ځي.
احمدي نژاد وویل، دا اسراییل دی چې نژدې ۳۰۰ د توغندیو اټومي سرګلولې لري. د ده په وینا ایران اټومي پروګرام یوازې د سوله ییزو اهدافو لپاره غواړي.
د ایران ولسمشر پر واشنګټن تور ولګاوه، چې غواړي ایران له سوریې، فلسطینۍ حماس ډلې او د لبنان له حزب الله سره په یوه کتار کې راولي.
احمدي نژاد وویل، امریکا په اسراییلو کې د صهیونیستي رژیم د ساتنې لپاره دا څلور د شیطاني محور په نوم یادوي خو ده زیاته کړه چې صهیونیستان به خامخا ختمېږي.
د سپینې ماڼۍ د دې تورونو په اړه چې وايي، ایران په واشنګټن کې د سعودي عربستان د سفیر د وژلو په ناکامه دسیسه کې لاس درلود، ولسمشر محموداحمدي نژاد وویل، ایران د دې ډول جنایاتو په اړه له فکر کولو څخه ډېره فاصله لري او زیاته یې کړه، امریکا تل د ایران پرضد دسیسې جوړوي.