د امریکا د متحدو ایالاتو د دفاع وزیر لیون پانیتا، چې په توکیو کې یې امریکایي ځواکونو ته وینا کوله وویل، له عراقه زموږ د ۳۹ زرو ځواکونو د وروستی عسکر له وتلو وروسته به بیاهم موږ په منځني ختیځ کې پیاوړی حضور ولرو.
پانیتاو ویل د ولسمشربارک اوباما له اعلان سره سم به موږ د روان میلادی کال ترپایه له عراقه ټول محارب ځواکونه وباسو.
هغه وویل، په عراق کې زموږ د ماموریت هدف د یوه داسې عراق جوړول وو، چې په خپلو پښو دریدلی وی، داسې یو هیواد چې امنیتي چاری په خپله سمبالی کړی. پانیتا څرګنده کړه، چې موږ به له عراق سره اوږد مهاله اړیکې وساتو.
د امریکا د دفاع وزیر وویل، ایران او نورو هیوادونو ته چې په دې هیواد کې د لاس وهنې په فکر کې وي، زموږ پیغام دا دی، چې متحده ایالات به د اوږدې مودې لپاره په سیمه کې حضور ولري.
هغه ایران ته خبرداری ورکړ، چې له عراقه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته دې د دې هیواد په کورنیو چارو کې لاس وهنه نه کوي.
د امریکا د دفاع د وزیر له څرګندونو مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن هم د ایران د ولسمشر محمود احمدي نژاد له وینا وروسته چې ویلي وو، تهران له عراق سره خاصې اړیکې لري، ورته نظر څرګند کړی و.
کلنټن له امریکایي سي، اېن، اېن ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي وو چې هیڅ څوک په تیره ایران دې له عراق سره چې د پرمختګ پرلوری روان دی زموږ د دوامداره اړیکو په اړه غلطه محاسبه نه کوي.