د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۵ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۵۶

امریکا پر ایران د نورو سختو بندیزونو لګولو په هڅه کې دی


د ډېوېډ کوهین په وینا د دې بندیزونو په لړ کې به ښايي د ایران مرکزي بانک هم په نښه شي.
د ډېوېډ کوهین په وینا د دې بندیزونو په لړ کې به ښايي د ایران مرکزي بانک هم په نښه شي.
یو لوړ رتبه امریکايي مقام وايي، متحده ایالات غواړي، چې پر ایران باندې د نورو سختو بندیزونو د لګولو لپاره د اروپايي ټولنې ملاتړ ترلاسه کړي.

رویټرز خبري اژانس د امریکا د خزانې وزارت د مرستیال ډیوېډ کوهین په حواله ویلي، چې پر ایران دا نوي بندیزونه د دغه هیواد له خوا په واشنګټن کې د سعودي عربستان د سفیر د وژلو د پلان په عکس العمل کې لګول کیږي.

ډېوېډ کوهین چې د خزانې وزارت کې د تروریزم او د مالي چارو د استخباراتو مسوول دی، د دوشنبې په ورځ په لندن کې د برتانيې مقاماتو سره کتنه کړې او له هغوی سره يې پر ایران د دغو نویو بندیزونو په اړه خبرې کړي.

امریکايي مقامات وايي، دا بندیزونه به نړیوال مالي سیستم ته د ایران په لاس رسي متمرکز وي.

د امریکا د خزانې د وزارت مرستیال وړاندې ویلي، د نوي بندیزونو یو هدف به دا هم وي، چې ایران له اټومي فعالیتونو منع کړي او د ډېوېډ کوهین په وینا د دې بندیزونو په لړ کې به ښايي د ایران مرکزي بانک هم په نښه شي.

له ۲۰۰۶م کال راپدیخوا ملګرو ملتونو پر ایران څلور ځله بندیزونه لګولي دي.

رویټرز

بل لورته ۵۶ کلن ایراني الاصله امریکايي منصور ارباب سیر، چې امریکايي مقامات وايي، د سعودي د سفیر د وژلو په دسیسه کې لاس لري او د ایران د امینتي ارګانونو پورې مربوط دی، تیره ورځ په یوه فدرالي محکمه کې پر ځان لګیدلی تور رد کړی دی.

دغه راز په دې قضیه کې یو بل ایرانی غلام شکور هم تورن دی، خو ویل کیږي، چې هغه دا مهال په ایران کې دی.

اروپايي ټولنې د روانې ونۍ په سر کې ایران ته خبردارۍ ورکړ، چې که د خپل اټومي پروګرام په اړه د نړیوالو اندیښي ځواب نه کړي نو له سخت عکس العمل سره به مخامخ شي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې له ۲۰۰۶م کال راپدیخوا ملګرو ملتونو پر ایران څلور ځله بندیزونه لګولي دي.

ټاکل شوې، چې پر ایران باندې د نویو بندیزونو د هڅو په ترڅ کې، د امریکا د خزانې د وزارت مرستیال برلین، پاریس او روم ته سفرونه وکړي او د دغو هیوادونو له چارواکو سره پر ایران او سوريې باندې د بندیزونو موضوع وڅیړي.
XS
SM
MD
LG