د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۳

د هلمند مسايل- د تلې ٢٢مه


د هلمند والي ګلاب منګل
د هلمند والي ګلاب منګل
هلمند د مساحت له نظره د افغانستان تر ټولو لوی ولایت دی.

دا ولایت اته پنځوس زره اته سوه څلور اتیا کیلومتره مساحت لري چې تر سویس شاوخوا پنځلس زره کیلومتره لوی دی.

د هلمند نفوس شاوخوا یونیم ملیون اټکل کېږي.

دا ولایت د جنوب له لوري له پاکستان سره پوله لري. په لوېدیځ کې یې نیمروز، په ختیځ کې کندهار، په شمال ختیځ کې فراه، په شمال کې غور، دایکنډي او اورزګان ولایتونه پراته دي.

ګریشک، کجکي، باغران،دیشو،ګرمسېر، خانشین، موسي کلا، مارجه، نادعلي، نوزاد، ناوه، سنګین او واشیر یې ولسوالۍ دي.

خو اوس د دې ولایت له مرکز لشکرګاه څخه د هلمند والي ښاغلی ګلاب منګل د تېلفون له لارې راسره دی چې د هلمند په باب لا ډېر مالومات راکړي.

دغه پروګرام په کيڼ اړخ کې د (ږغ) له برخې واورئ
XS
SM
MD
LG