په ایران کې د هغو دو امریکایي بندیانو مدافع وکیل وایي، چې موکلین به یې ترراتلونکي سې شنبه پورې له زندانه ازاد نه شي، ځکه د هغوی د دوسیې مسول قاضي چې باید د خلاصون سند یې لاسلیک کړي، په رخصتۍ تللی.
د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد تیره اونۍ له ان. بي. سي امریکایي ټلویزیون سره په مرکه کې وویل، چې دغه دوه امریکایان به په دو دریو راتلونکو ورځو کې د بشري خواخوږۍ له مخې له زندانه ازاد شي.
شن بایر او جورج فټل چې په ۲۰۰۹ کال کې د عراق ایران په پوله د غره ختلو په وخت د ایران د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي وو؛ تیره میاشت د ایران خاورې ته د غیرقانوني ننوتو او د جاسوسۍ په تورپه اتو اتو کال بند محکوم شول.
دواړو د محکمې د دغې فیصلې په وړاندې د استناف غوښتنه کړې ده.
د بایر او فټل مدافع وکیل مسعود شفیعي رویترز ته وویل، د راتلونکې سې شنبه ترورځې پورې باید انتظار وباسو څو د دوسیې مسول قاضي بیرته په کار پیل وکړي او د موکیلینو د خلاصون سند لاسلیک کړي.
شفیعي څو ورځې وړاندې د احمدي نژاد له دې اعلان وروسته له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي وو، چې موکلین به یې سمدستي وروسته له هغې چې هریویې پنځه سوه زره ډالر په ضمانت کښیږدي، له زندانه ازاد شي.
سارا شورډ چې له دوی سره یوځای نیول شوې وه، هم تیرکال د پنځه سوه زره ډالرو په ضمانت له یوڅه ځنډ وروسته له بنده ازاده شوه اوبیرته امریکاته لاړه.
ویل کیږي، چې د عمان هیواد له ایرانه د دغو امریکایانو د ایستلو لپاره یوه الوتکه تهران ته استولې ده.
جورج فټل او شن بایر به له زندانه له خوشې کیدو وروسته په تهران کې د سویس سفارت چې په ایران کې د متحده ایالاتو د سیاسي ګټو ساتندوی دی، وسپارل شي.
په تهران کې د عراق سفیر رویترز ته ویلي، چې د دغو امریکایانو د
خلاصون په هڅوکی یې منځګریتوب کړی دی.
ناظم دباغ وویل، دی په دې باور دی چې مخکې له دې چې د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد د ملګروملتونو په عمومي اسامبله کې د ګډون لپاره نیویارک ته لاړشي، دواړه امریکایان به له زندانه خوشې شي.
د ملګروملتونو عمومي اسامبله د راتلونکې پنجشنبه په ورځ پرانستل کیږي.
څارونکي وایي چې احمدي نژاد دغه اقدام د دې لپاره کړی چې په نړیوال ډګر کې خپل دریځ پیاوړی کړي.