د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۵ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۳۲

په ایران کې دوه نیول شوي امریکایان خوشې کیږي


د هر یوه بندي د خوشې کیدو لپاره به پینځه لکه ډالره ورکول کیږي.
د هر یوه بندي د خوشې کیدو لپاره به پینځه لکه ډالره ورکول کیږي.
په ایران کې د دوه زنداني امریکايانو د خوشی کیدو لپاره هغه وخت هیله را پیدا شوه، چې د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد پرون امریکايي خبرې منابعو ته وویل، چې دا کسان به د یو اړخیزي عفو له مخې په راتلونکو ورځو کې خوشي شي.

احمدي نژاد له واشنګتن پسټ او این. بي. سي تلویزیون سره په جلا مرکو کې د شاین بایر او جوش فتل د خوشې کیدو خبره وکړه. دوی تیره میاشت د اتو کلونو لپاره په بند محکوم شول، دا امریکایان په جاسوسي او ایران ته په ناقانونه توګه پر ننوتو مجرم بلل شوي.

واشنګتن پست د احمدي نژاد له قوله دا خبره خپره کړې، چې ویلي یې دي، زه په راتلونکو دوو ورځو کې د دوی د خوشې کیدو په چارو کې مرسته کوم.

احمدي نژاد چې یو ساعت یې مرکې دوام وکړ، و ویل، معلومداره خبره ده، چې دا یو اړخیز انساني اقدام دی.

یاد شوي دوه امریکايان له یوې بلې ښځې، سارا شرود سره په دوه زره نهم میلادي کال کې په داسې حال کې چې د عراق له خاورې د ایران سرحدي سیمو ته اوښتي وو، ونیول شول. سارا د تیر میلادي کال په سپتمبر کې د ضمانت په مقابل کې خوشي شوه.

په ایران کې د زنداني امریکایانو مدافع وکیل، موسي شفیعي د احمدي نژاد دا څرګندونې تایید کړي او ازادي راډیو ته یې وویل:

″زه نن د استیناف په محکمې کې وم. زما موکلین څه باندې له دوو کلونو راهیسې په زندان کې دي. دې محکمې هماغه شان چې میرمن سارا شرود لپاره شرایط برابر کړي وو، نو د شاین بایر او جوش فتل لپاره به هم د استیناف محکمه د دوی د خوشې کیدو سره موافقه وکړي.

ما په دې اړه د انکشافاتوپه باب د هغوي کورنیوته خبر ورکړ، دوی به د ضمانت په وړاندې خوشې شي.″

د شفیعي په وینا د هر یوه د خوشې کیدو لپاره به پینځه لکه ډالره ورکول کیږي.

″دا عینا لکه د سارا د قضیې غوندې خبره ده.″

د متحد ایالاتو د بهرینو چارو وزیرې هلیري کلنتن په یوې وینا کې په محتاطانه ډول د دې مسالې هرکلی کړی.

″هغه څه چې د ایران حکومت نن وویل، موږ یې تشویق کړو، خو زه نه غواړم په دې اړه نور څه ووایم. معلومداه ده مونږ هیله من یو له هغه څه څخه چې د حکومت فیصله بریښې یوه مثبته نتیجه ووینو.″

فیتل او بایر دواړو هرکله پر دوې د جاسوي لګیدلي تورونه رد کړي دي او وايي چې په ناپوهې کې کله چې د ایران او عراق په سرحدي سیمو کې ګرځیدل د ایران خاوري ته وراوښتي دي.

د دوې محاکمه د تړلو دروازو تر شاه وشوه او دواړه د ایوین زندان په یوې کوټې کې بندیان دي.
XS
SM
MD
LG